اوکرایین جګړه: یو بل روسی جنرال هم وژل شوی

د روسیې دولتي رسنیو د هغه خبر پخلی کړی چې وایي د اوکرایین په ختیځه دونباس سیمه کې یې د پوځ یو جګپوړی قومندان د جګړې پر مهال وژل شوی.

د روسیې د دولتي رسنۍ یو خبریال ویلي چې جنرال رومان کوټوزوف اوکراینیو ځواکونو سره جګړه کې وژل شوی.

الېګزانډر سلادکوف ویلي جنرال کوتوزوف ډونیڅک خلکو جمهوریت سیمې کې د خپلو ځواکونو مشري کوله.

د روسیې دفاع وزارت د دغو رپوټونو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

د اوکرایین پوځ هم د جنرال کوتوزوف وژنه تائید کړې خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

د ده وژنه داسې وخت تائیدېږي چې په ټولنیزو رسنیو کې د یوه بل جګپوړي روسي پوځي قومندان جنرال رومان باردنېکوف د وژنې په اړه هم رپوټونه خپاره شوي.

بي بي سي په خپلواک ډول د دغو ادعاوو پخلی نه شي کولی.

د روسیې د پوځ ګڼ شمېر قومندانان اړ شوي چې اوکرایین کې د جګړې په ډګر کې ښکلېل شي چې په چټکۍ پرمختګ وکړی شي.

ماسکو تر اوسه د اوکرایین جګړه کې د خپلو دریو جنرالانو مړینه تائید کړې.

خو کیېف د ۱۲ روسي جنرالانو د وژلو ادعا کړې او د لویدیځ استخباراتي ادارو بیا ویلي چې تر اوسه ۷ جګپوړي روسي قوماندانان په جګړه کې وژل شوي.

وړاندې د ګڼو نورو روسي افسرانو د وژلو په اړه ځینې رپوټونه ناسم راختلي وو.

اوکرایني پوځ څو ورځې وړاندې د دریو روسي جنرالانو د وژلو ادعا کړې وه، هغوی ژوندي وو.

مارچ کې د اوکرایین پوځ ادعا کړې وه چې د روسیې ډګر جنرال ویتالي ګراسیموف خارکیف کې وژل شوی، خو د می په ۲۳ د روسیې دولتي رسنۍ د هغه د وژلو خبره رد کړه او ویې ویل چې نوموړی د روسیې حکومت په لوړ دولتي مډال نازول شوی.

همدې ته ورته د ځینو نورو روسي جنرالانو د وژنې ادعاوې د روسیې حکومت او پوځ لخوا رد شوې.

د روسیې حکومت د جنرالانو وژنه په اسانۍ نه تائیدوي. د ډګر جنرال ولادیمیر فرولوف وژنې په اړه رسینو کې اپرېل کې د هغه د جنازې له مراسمو وړاندې هېڅ خبرونه نه وو.

روسیه آن په سوله ییز او عادي وخت کې هم د پوځیانو مړینه د یوه دولتي راز په توګه پټه ساتي او د مارچ له ۲۵ راهیسې یې اوکرایین سره جګړه کې دوی ته د اوښتې مرګژوبلې شمېر هم نه دی خپور کړی.

د مارچ په ۲۵ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي وو چې پر اوکرایین د یرغل له پیل راهیسې یې ۱۳۵۱ پوځیان وژل شوي.

څو میاشتې وړاندې د اوکرایین یو چارواکي چې ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي ته نژدې دی، د امریکا وال سټریټ ژورنال ته ویلي وو چې د اوکرایین پوځ یوه ډله ټاکل شوې چې د روسيې جګپوړي پوځیان په نښه کړي.

د روسیې وژل شوي جنرالان

برید جنرال یاکوف رېزانتسېف خېرسون سیمه کې د اوکرایین په یوه هوایي برید کې ووژل شو.

دی د روسیې پوځ د سویلي برخې ۴۹ مې ګډې قطعې قومندان وو.

ویل کېږي چې ده سوریه کې هم د روسیې په پوځي عملیاتو کې برخه اخېستې وه.

د رپوټونو له مخې ډګر جنرال اولېګ مېتیایېف ماریوپول ښار ته نژدې وژل شوی.

ادعا کېږي چې دی د اوکرایین د ملتپاله ازوف قطعې پوځیانو وژلی.

دی د روسیې د ۱۵۰مې وسله والې قطعې قومندان و.

ډګر جنرال اندرې کولېسنېکوف د مارچ پر ۱۱ اوکرایني پوځیانو سره د جګړې پر مهال وژل شوی.

د هغه د مړینې په اړه نور جزیات نه دي په ډاګه شوي.

کله چې د اندرې کولېسنېکوف مړینه تائید شوه، دی درېیم جګپوړی روسی جنرال وبلل شو چې اوکرایین سره جګړه کې وژل کېږي.

هغه وخت یوه لویدیځوال چارواکي ویلي چې د روسي جنرالانو په وژل کېدو سره د روسي پوځیانو مورال کمزوری شوی.

ډګر جنرال اندرې سوکووېتسکی چې د جنرال ګارېسېموف په قطعه کې مرستیال قوماندان و، د مارچ پر درېیمه نښه ویشتونکي وژلی و.

سوکووېتسکي هم د ګاراسیموف په څېر سوریه کې د روسیې پوځي عملیاتو کې ښکېل پاتې شوی و.