د کیېف ښاروال: کیېف کې به ماشومان انلاین زدکړې پیل کړي

د اوکرایین پلازمېنه کیېف کې به زدکوونکي وکولای شي چې له انلاین لارې زدکړې پیل کړي.

پر انلاین د زده کړو د بیا پیلېدو اعلان پرون د کیېف ښاروال وکړ او ویې ویل چې زده کړې به له اوسنیو شرایطو سره سم ورکول کېږي او له بېلا بېلو لارو به کار اخیستل کېږي.

ویتالي کلتاشینکو د ټیلګرام په یوه پوسټ کې ویلي دا یو مهمه چاره ده چې د ښار اوسیدونکي په اوسنیو سختو حالاتو کې هم ژوند او کار وکړي.

هغه روسي ځواکونو ته په اشارې زیاته کړه چې هغوی غواړي موږ ویروي خو په وینا یې دا هڅه به یې بریالۍ نه شي.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې له اوکرایین نه نیمايي ماشومان د جګړې پرمهال نورو هېوادونو ته تللي دي.

چرنوبېل اتومي بټۍ کې خطرناکې کړنې

د اوکرایین د لومړي وزیر مرستیالې ایرینا وریریشچوک روسیه تورنه کړې چې د چرنوبېل اتومي بټۍ کې ''غیرمسوولانه '' او خطرناک اعمال ترسره کوي.

د چرنوبېل اتومۍ بټې سیمه چې د نړۍ تر ټولو اتومي پېښه کې رامنځ ته شوې وه د فبرورۍ میاشتې په ۲۴مه پر اوکرایین د روسیې له یرغل سمدستې وروسته روسي ځواکونو ونیوله.

آغلې وریریشچوک روسیه تورنه کړه چې د چرنوبېل سیمه ''پوځي '' کوي او په وینا یې له سیمې نه زړې وسلې لېږدوي.

د اوکرایین د لومړي وزیر مرستیاله دغه راز وايي چې روسي ځواکونو په سیمه کې د اطفايي کارکوونکو ته اجازه نه ورکوي چې هغو ځایونو ته لاړ شي چې اور په کې لګېدلی دی.

نوموړې وايي ''د اتومي خوندیتوب له پلوه د روسي ځواکونو غیرمسوولانه او غیر مسلکي کړنې نه یوازې اوکرایین له یوه جدي ګواښ سره مخامخوي بلکې سلګونو میلیونه اروپایانو ته یې هم ګواښ پېښ کړی دی. ''

بي بي سي نه شي کولای چې په خپلواکه توګه دغه ادعاوې تایید کړي.

د مالي زیان اټکل

د کېیف لخوا د یوه اټکل له مخې تراوسه په اوکرایین کې د جګړې له امله د ۶۳ ملیاردو ډالرو په ارزښت زیان اوښتی دی.

د دې اټکل له مخې پر اوکرایین د روسیې د یرغل له پیل نه د مارچ میاشتې تر ۲۴ نېټې پورې ۴۴۳۱ د استوګنې ودانیو ته زیان اوښتی او یا هم ویجاړې شوې دي.

دغه راز ویل شوي چې ۹۲ فابریکو او ګودامونو ته هم زیان اوښتي او یا هم ویجاړ شوې دي.

د کېیف لخوا د اټکل له مخې پر اوکرایین د روسیې د یرغل په پایله کې ۳۷۸ ښوونځي هم ویجاړ یا زیانمن شوي دي.

ویل شوي چې روسي ځواکونو ۱۲ هوايي ډګرونه او ۷ د برېښنا د تولید فابریکې هم زیانمن کړي، ویجاړې کړي یا نیولي دي.

تر دې دې وړاندې د مارچ په ۱۷مه نېټه اټکل شوی و چې د روسې د یرغل له امله اوکرایین ته د ۳ اعشاریه ۵ ملیاردو ډالرو په ارزښت زیان اوښتی دی.

د سولې هوکړه او د روسي جنرالانو وژل کېدل

د اوکرايين ولسمشر ولودمير زيلينسکي ويلي د روسیې سره د سولې هوکړې د يوې برخې په توګه اوکرايين چمتو دی چې د بې پرېتوب دريځ خپلولو په اړه خبرې وکړي خو ټينګار يې وکړ چې دا بايد د درېيمې ډلې له خوا تضمين شي.

د روسيې ولسمشر ولادیمير پوتين يوه غوښتنه دا وه چې اوکرايين دې له ناټو سره د يو ځای کېدو اراده پرېږدي.

ښاغلي زيلينسکي چې له یوې روسۍ رسنۍ سره خبرې کولې وويل، "امنيتي تضمين، ناپېلتوب او غیر اتومي دريځ غوره کول مهم ټکي دي او موږ چمتو يوو چې د دې پر لور ګام پورته کړو".

د اوکرايين ولسمشر دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د اوکرایین دفاع وزارت اعلان کړی چې د روسیې د پوځ جنرال یاکوف رزانتسف د اوکرایین سویل کې خرسون ښار ته نژدې وژل شوی دی.

له دې وړاندې هم د اوکرایین د وسله والو ځواکونو لوی درستیز اعلان کړی و چې چرنوبل ښار کې یې یو بل جګپوړی روسی قومندان وژلی دی.

اوکرایین وايي، د روسیې د اته کسیز پوځ قوماندان جنرال اندري موردوویچ وژل شوی دی.

د جنرال یاکوف رزانتسف په ګډون دا اووم روسي جنرال دی چې اوکرایین کې یې د وژل کېدو خبرونه خپرېږي.

ډېرو لپاره پوښتنه دا ده چې د روسیې لوړپوړي قوماندانان څنګه د جګړې لومړۍ کرښې ته دومره نژدې وي چې دومره ژر وژل کېږي.

د پوځي شنونکو د اټکل له مخې شل روسي جنرالان په اوکرایین کې د عملیاتو مشري کوي.

په دې توګه که د جګپوړو روسي قوماندانانو د وژل کېدو ټول راپورونه رښتیا وي، د دوی شاوخوا څلورمه برخه په اوکرایین کې وژل شوي دي.

د جګړې ډګر ته د دغو جګپوړو قوماندانانو نژدیوالی د دې لامل شوی چې یو شمېر لوېدیځ شنونکې دې پایلې ته ورسېږي چې دوی غوښتل په هغو عملیاتو کې اغېزمن رول ولوبوي چې عملیات یې پکې ناکام شوي دي.

د بي بي سي خبریال بن توبیاس وايي" د دومره درنو تلفاتو په پایله کې ځینې کارپوهان په دې باور دي چې دا مناسبه نه ده چې وویل شي دا جنرالان په ناسم وخت کې په ناسم ځای کې وو ځکه ښايي اوکرایین په ځانګړي ډول د روسیې لوړ پوړي پوځي قوماندانان په نښه کړي"

له جورج ټاون پوهنتون څخه ریتا کونایف ویلي" ګومان نه کوم چې دا دې ناڅاپي وي. یو به ناڅاپي وي خو کله چې ډېر شي نو بیا نښه او هدف دی"

ولودمیز زیلینسکي ته یوې نژدې سرچینې وال سټریټ ژورنال کې د خبرو پر مهال منلې چې اوکرایین د روسیې قوماندانانو ته د پوځي استخباراتو یوه ځانګړې ډله ګومارلې چې د جنرالانو، پیلوټانو او توپچي قوماندانان په نښه کړي.

د دغو قوماندانانو د موندلو یوه ممکنه لار د روسیې د پوځ بې باوره ارتباطي چینلونه دي.

پوځي شنونکي کونراډ موزکایا بي بي سي ته وویل" که روسي ځواکونه د لوړ پوړو افسرانو سره د خبرو اترو لپاره تلیفونونه یا انالاګ راډیوګانې وکاروي دا په دې مانا ده چې د اوکرایین لپاره هر څه چمتو دي"

د روسي جنرالانو د وژل کېدو په تړاو جزیات نشته او د حقیقت مالومول یې ګران کار دی.