تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ځینو هغو کډوالو د نه خوړو اعتصاب کړی چې له بریتانیا روانډا ته استول کېږي
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي، لندن
یو شمېر هغو کډوالو د نه خوړو اعتصاب کړی چې ټاکل شوې نږدې راتلونکې کې له بریتانیا افریقايي هېواد روانډا ته واستول شي. د کډوالو په مرکز کې یوه کډوال ویلي چې له دوی ځیرک موبایلونه اخيستل شوي او داسې موبایلونه ورکړل شوي دي چې انټرنېټ په کې نه کارول کېږي.
خو د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کډوالو خونديتوب د دوی لومړیتوب دی او داسې ټول تدابیر یې کړي چې کډوال و نه شي کولی ځانونو ته زیان ورسوي. د بریتانیا د کډوالۍ د یوه نوي قانون له مخې ټاکل شوې چې د روانې جون میاشتې پر څوارلسمه د کډوالو لومړۍ ډله روانډا ته واستول شي.
دا هغه کډوال دي چې بریتانیا ته راغلی، خو قضیه یې تر څېړنې لاندې ده.
دوی روانډا ته استول کېږي او تر هغه به هلته وي چې د کډوالۍ قضیه یې فیصله شي. بریتانیا د روانډا په پلازمېنه کې د دې کډوالو لپاره ځانګړی مرکز جوړ کړی دی.
د بریتانیا کورنیو چارو وزارت سلو تنو کډوالو ته په رسمي اعلامیه کې ویلي چې نږدې راتلونکې کې به د روانډا پلازمېنې کیګالي ته واستول شي، خو د دې پرېکړې د ننګولو حق نه لري.
د هغو کډوالو له ډلې چې لومړی دغه هېواد ته استول کېږي، ۱۷ تنو یې د نه خوړو اعتصاب کړی. بي بي سی د دوی له ډلې له څو تنو سره خبرې کړې دی.
یوه کډوال بي بي سي ته وویل چې یو شمېر کډوالو وروسته له هغه د نه خوړو له اعتصابه لاس واخیست چې د دې اعتصاب له پيل پنځه ورځې ورسته د کډوالو د مرکز مسؤولینو دوی ته د بورې له ورکولو ډډه وکړه.
دوی وايي بوره یې اوبو کې حل کوله خو هیڅ ډول خوراک یې نه کاوه.
د بي بي سي د عربي څانګې خبریال محمد شلبي چې له دې کډوالو سره غږیدلی دی وايي دا ډله کډوال ډېر ناهیلي دي او ټېنګار کوي چې د حکومت دا پرېکړه ورته د منلو نه ده.
د دې کډوالو له ډلې یو هم علي دی چې وايي خپلوان یې بریتانیا کې دي. ده بي بي سي ته وویل چې د کډوالۍ د چارو ادارې مسؤولینو وروستۍ لیدنه کې ورته وویل چې "خواړه باید وخوري چې روغ - رمټ الوتکې ته پورته شي " .
یوه بل کډوال ویلي چې له دوی ځیرک موبایلونه اخیستل شوي او داسې موبایلونه ورکړل شوي چې انټرنېټ په کې نه کارول کېږي.
د سوریې یوه کډوال بي بي سي ته ویلي سوریه کې پرې جبري عسکري کېږي، " دی چمتو دی چې مړ شي خو روانډا ته تګ نه مني" . دی وايي کله چې خبر شو چې" روانډا ته استول کېږي او د دغه هېواد پنځه کلنه ویزه ورکول کېږي خپله یې خپل ځان وواهه"
د کډوالو د نه خوړ اعتصاب په اړه د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي بي بي سي ته وویل: " په مرکز کې د مېشتو کډوالو روغتیا زموږ تر ټولو مهم لومړیتوب دی".
دې چارواکي ټېنګار وکړ چې دوی اړین تدابیر کړي چې کډوال و نه شي کولی ځان ته زیان ورسوي، یا ځان وژنه وکړي، هلته د روانې مشورې متخصصین هم شته.
د بشري حقونو او کډوالو چارو ملاتړو ډلو د بریتانیا پر دې پرېکړې نیوکې کړې چې کډوال روانډا ته استوي. د دې نوي قانون له امله پر بریتانوي حکومت او د کورنیو چارو پر وزیرې پریټي پټیل سختې نیوکې شوې دي.