ایا د اوکرايين کړکېچ به اسیايي هېوادونه د زرغونې انرژۍ تولید ته وهڅوي؟

Graphic representation of hydrogen.

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, مریکو اوی
    • دنده, د اسیا سوداګریز خبریال

له کلونو راهیسې پر اسیا چې ځینې هېوادونو یې د شین کوریزو غازونو تر ټولو لوی تولیدوونکي دي، غږ کېده چې د فوسيل سون‌توکو له کارولو ډډه وکړي چې اقلیمي بدلون سره مرسته وشي.

اسیايي هېوادونه چې چين، جاپان او هند یې ستر صنعتي هېوادونه دي د تېر کال اقلیمي بدلون غونډې کاپ ۲۶ پرمهال تر سختو نیوکو لاندې وو ځکه د اقلیمي بدلون مخنیوي لپاره یې اړینې ژمنې نه وې کړې.

خو دا دی شپږ میاشتې وروسته د اسیا لپاره یو بل فرصت دی چې له تېلو، غازو او ډبرو سکرو پر ځای زرغونې انرژۍ ته مخه کړي.

پر اوکرایين د روسیې له یرغل وروسته په نړیواله کچه د انرژۍ توکو لکه تېلو او غازو بیې لوړې شوي.

اروپايي هېوادونه هم اړ شول چې له روسیې پر وارداتي غازو تکیه کمه کړي او جرمني هیله لري چې هایډورجن انرژي یې ښايي حل لاره وي.

د ویډیو تشریح، قزاقستان کې د نوې کېدونکې انرژۍ نندارتون

جاپان او جنوبي کوریا د اوکرايين کړکېچ نه وړاندې هم د هایډروجن ټکنالوژۍ په برخه کې ډېره پانګونه کړې وه، خو اوس په نړیواله کچه د دودیزې انرژۍ زیاتېدونکو بیو هڅولي چې زرغونې انرژۍ ته د لېږد بهیر چټک کړي.

خو لا هم ځینې اسیا هېوادونه د برېښنا تولید لپاره له فوسیلي سون توکو لکه ډبرو سکرو کار اخلي، سره له دې چې دا چاپېریال ته ډېر تاوان اړوي.

که څه هم ځینو هېوادونو د فوسیلي سون‌توکو د نه کارولو په برخه کې پرمختګ کړی خو د سیمې دوه ستر صنعتي هېوادونه چین او هند هم چې کله د برېښنا له کمښت سره مخ شول نو د تولید لپاره یې ډبرو سکرو ته مخه کړه.

جاپان له لسیزو د هستوي انرژۍ په تولید کې ډېره پانګونه کړې خو په ۲۰۱۱ کې د فوکوشيما اتومي بټۍ له پېښې وروسته یې بیا فوسیل سون‌توکو ته مخه کړه.

کارپوهان باور لري چې هایډروجن کولی شي ځینو هېوادونو سره دې کې مرسته وکړي چې د فوسیل سون توکو پر ځای نوې کېدونکې او زرغونې انرژۍ ته مخه کړي.

How green hydrogen gas can power homes

جنوبي کوریا د هایډروجن ټکنالوژۍ په پرمختګ کې د اسیا په کچه د تر ټولو لویې حکومتي بودیجي د لګولو اعلان کړی.

کارپوهان له هایډروجنه تولېدېدونکې انرژي د فوسيل سون توکو یو ښه بدیل بولي ځکه چې کېدلی شي د مادې، مایع او غازو په بڼه ذخیره شي.

په دې مانا چې له برېښنا او باده د تولید شوې انرژۍ په پرتله هایډروجن کېدلی شي په اسانۍ ذخیره او نورو ځایونو ته ولېږدول شي.

په دې تړاو د سیول اېس اېنډ پي شرکت اجرایوي مشر وېنس هیو وايي: "هایډروجن د انرژۍ د لېږدولو په څېر دی. کولی شئ د هایډروجن په بڼه انرژي ذخيره کړئ او بیا یې هر ځای چې غواړئ ویې لېږدوئ."

د زرغون هایډروجن کارول

Hyeong-wook Choo, SK hydrogen CEO
د عکس تشریح، د جنوبي کوریا د اېس کې شرکت د هایډروجن انرژۍ د برخې مشر هانګ ووک چو وايي، د زرغون هایډروجن په تولید کې یې وار له مخه ځکه پانګونه نه ده کړې چې ګرانه ده او خورا ډېرو پیسو ته اړتیا ده.

موخه دا ده چې بالاخره د زرغون یا پاک هایډروجن کارول دود شي.

دا له نوې کېدونکې انرژۍ لکه باد یا لمر تولېدېږي او د هایډروجن د تولید دا بڼه تر ټولو ګرانه ده.

همدا لامل دی چې د فوسيل سون توکو پر مټ تولید شوی هایډروجن د کارپوهانو په اند لومړی ښه ګام دی.

د هایډروجن انرژۍ یو شنونکی مارټېن ټېنګلر په دې اړه وايي: "د جنوبي کوریا هایډروجن له طبیعي غازو تولېدېږي چې دې ته ګرې یا خړ هایډوجن وايي".

بل ګام دا دی چې د تولید دا بهیر ورو ورو بلو یا شین هایډروجن ته واوړي چې هغه هم له فوسیل سون توکو تولېدېږي خو د تولید شوي کاربن ډای اوکسایډ ۹۰ سلنه یې چاپېریال ته نه خوشې کېږي او پر ځای یې ذخیره کېږي.

د جنوبي کوریا تر ټولو ستر طبیعي غازو تولیدوونکي شرکت اېس کی شاوخوا ۱۵ مېلیارد ډالره د ګرې او بلو هایډروجن د تولید په برخه کې پانګونه کړې.

د دې شرکت د هایډروجن انرژۍ د برخې مشر هانګ ووک چو وايي، د زرغون هایډروجن په تولید کې یې وار له مخه ځکه پانګونه نه ده کړې چې ګرانه ده او خورا ډېرو پیسو ته اړتیا ده.

دی وايي: "موږ کولی شو د هایډروجن انرژۍ په تولید او کارولو بازار دې ته برابر کړو چې کله زرغون هایډروجن راشي نو د دې شونتیا به وي چې دا کاروبا ورسره پراخ شي".

دلته مهم اړخ دا دی چې د هایډروجن انرژۍ د تولید دا جلا بڼې څومره لګښت لري.

د اېس پي نړیوال شرکت اجرایوي مشر ښاغلی هیو وايي: "د زرغون هایډروجن تولید د ګرې یا خړ هایډروجن په پرتله درې برابره ډېر لګښت لري. زرغون هایډروجن په یوه کیلو ۱۰امریکايي ډالره لګښت لري او دا کچه باید دریو ډالرو ته راټيټه شي".

Doh Deog-hee, President of Korea Maritime and Ocean University
د عکس تشریح، زرغونې او پاکې انرژۍ ته انتقال یا لېږدېدل تل ګران بیه بهیر و.

دی زیاتوي: "په نړیواله کچه د دودیزې انرژۍ په بیو کې زیاتوالي د زرغون هایډروجن تولید بهیر چټک کړی ځکه دا د نوې کېدونکې انرژۍ نه تولېدېږي او د نورې انرژۍ لوړې بیې پرې اغېز نه کوي".

زرغونې او پاکې انرژۍ ته انتقال یا لېږدېدل تل ګران بیه بهیر و.

ډېرو هېوادونو لپاره اوس هم دا هڅوونکې ده چې فوسيل سون توکه ته مخه کړي او د خپل هېواد د انرژۍ اړتیاوې پرې پوره کړي.

خو پوښتنه دا ده چې ایا په چټکۍ د تېلو او غازو زیاتېدونکې بیې به زرغونې انرژۍ ته د اوښتون بهیر چټک کړي او بدلون ته به لار هواره کړي .