ډنمارک کې د نړۍ د انرژۍ لومړنی ټاپو به کومې ځانګړنې لري؟

د عکس سرچینه، DANISH ENERGY AGENCY
د ډنمارک سیاستوالو شمال سمندرګي کې د نړۍ د انرژۍ لومړني او داسې ټاپو جوړولو سره هوکړه کړې چې تر درې میلیونو کورنیو ته به انرژي برابرولی شي.
نړۍ کې د انرژۍ لومړنی ټاپو به د فوټبال ۱۸ ډګرونو یا یو لک شل زره متر مربع پراخ وي او تمه ده چې ورو ورو یې پراختیا تر درې برابره شي.
دا ټاپو به د برېښنا تولید لپاره ۲۰۰ ستر بادي توربینونه ولري.
دا د ډنمارک تاریخ کې تر ټولو ستره ودانیزه پروژه ده او لګښت یې هم ۲۱۰ میلیارد کرونره یا ۳۴ میلیون ډالر اټکل شوی دی.
دا ټاپو له سمندرغاړې په ۸۰ کیلومترۍ واټن جوړېږي او د دې مصنوعي ټاپو لږ تر لږه نیمايي برخه به د حکومت او نوره هم د خصوصي سیکتور واک کې وي.
دا ټاپو خپله اضافه برېښنا د جرمني او هالنډ په څېر ګاونډیو هېوادونو ته لېږلی شي.
د دې ټاپو نور محصولات هم داسې هایدروجن دی چې په پاک ډول تولید شوی او ماڼوګرۍ یا بېړۍ چلولو، هوايي چلن او د درون ټرانسپورټ نورو برخو کې کارېدلی شي.
د ډنمارک د اقلیمي قانون له مخې دا هېواد نیت لري چې تر ۲۰۳۰ کال د ۱۹۹۰ کال پرتله تر ۷۰ سلنه ګلتوني ګازونه کم کړي او تر ۲۰۵۰ کاربن شنډ کړي.
ډنمارک تېر ډسمبر وویل، شمال سمندرګي کې د تېل او ګاز ټول پلټل بندوي.
د دغه هېواد د انرژۍ وزیر دن یورګنسن وویل: "ډنمارک د معادلو بدلولو" حال کې دی. "

د عکس سرچینه، Getty Images
د ډنمارک ټیکنالوجۍ پوهنتون پوهاند جیکوب اوسترګارډ وايي، دا د ډنمارک د بادي توربین د صنعت لپاره ستر ګام دی. موږ وچه کې مخکښ و، راتلونکی ګام مو د اوبو په لور و او اوس د انرژۍ ټاپو سره بل ګام اخلو. ځکه ډنمارک دې برخه کې ممتاز دریځ ساتي.
د ډنسک انرژۍ په نوم شنه ډله وايي: "که څه هم دا خوب ریښتیا کېږي، خو شک دی چې دا ټاپو تر ټاکلې نېټې یانې ۲۰۳۳ کال جوړ او کار پیل کړي. "
د ډنمارک د مختلفو ډلو سیاستوالو د دې پلان ملاتړ کړی دی.
د سوسیال لیبرال ګوند غړی او د انرژۍ پخوانی وزیر راسموس هیلوګ پېټرسن وايي، د انرژۍ ټاپوګان اول راډیکال نظر و، خو اوس یې د جوړولو لپاره پراخ ملاتړ شته.
له دې مخکې ّم د ډنمارک ختیځ ته په بالیتیک سمندرګي کې د بورنهلوم انرژۍ کوچني ټاپو د جوړولو پلان وړاندې شوی و.
له دې ټاپو جرمني، بلجیم او هالنډ ته د برېښنا لېږدولو تړون هم لاسلیک شوی دی.
د اروپايي ټولنې پلان

د عکس سرچینه، DANISH ENERGY AGENCY
تېر نومبر اروپايي ټولنې سمندر کې تر ۲۰۵۰ کال له بادي توربی د برېښنا تولید د وړتیا ۲۵ برابره کولو پلانونه وړاندې کړل.
دا مهال نوې انرژي د دې ټولنې نږدې دریمه برخه برېښنا تولیدوي.
د اروپایي ټولنې په خبره، په سمندر کې بادي توربینونه ۱۲ ګیګاواټ برېښنا تولیدوي.
د دې برېښنا ۱،۷ ګیګاواټ په ډنمارک کې تولیدېږي.
نوی تاپو به اول ۳ ګیګاواټ برېښنا تولید کړي او د وخت تېرېډو سره به ۱۰ ګیګاواټ ته لوړ شي.
د بورنهلوم کوچنی ټاپو به هم ۲ ګیګاواټ برېښنا تولید کړي.











