برتانيا بې د بادي برېښنا توليد کې لويه پانګونه کوي.
په داسې حال کې چې بریتانيا بې کاربونه او زرغون اقتصاد ته د اوښتو هڅه کوي، د بادي برېښنا توليد کې لويه پانګونه کېږي.
د بريتانيا حکومت وايي د ډبرو سکرو برېښنايي بټۍ به تر ۲۰۱۵ کال پورې په پړاويز ډول ختموي. خو پوښتنه دا ده چې پر ځای به یې برېښنا له څه توليدېږي؟ يوه حل لاره به یې ښايي د بادي برېښنا زياتول وي. بي بي سي هم شمالي سمندرګي ته ورغلې وه، چې نړۍ کې د برېښنا توليدولو بادي توربينونو تر ټولو لوی ځای په کې جوړېږي.