عمران خان: که زموږ لاریون اسلام اباد کې پاتې وای، وینې به توی شوې وای

    • Author, نور سعید
    • دنده, بي بي سي لندن

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ویلي،‌ د خپل اوږده لاریون پای ته رسولو لپاره یې له هېچا سره معامله نه ده کړې او که اسلام اباد کې یې خپل تحصن ته ادامه ورکړې وای، د وینې تویېدو وېره وه.

عمران خان یوې خبري غونډې ته ویلي له حکومت سره خبرو ته چمتو دی،‌ خو په جون میاشت کې د ټاکنو ترسره کېدل غواړي.

نوموړی وايي، اسلام اباد ته یې د ګوند او پلویانو لوی لاریون بېرته راګرځول "د کمزورتیا نښه نه وه، باید ووایم که زموږ غوښتنې ونه منل شي، شپږو ورځو کې به بېرته راوګرځو."

دی وايي، "په بهر کې له پاکستانیانو د رایو اچولو حق اخیستل شوی، موږ به په دې اړه سترې محکمې ته مراجعه وکړو."

نوموړي پوښتلي چې ولې د الکټرونیک رایې اچولو امکانات نه شته، حال دا چې دا کار په هند کې هم کېږي.

کله چې له عمران خان وپوښتل شول حکومت ته یې د شپږو ورځو مهلت ورکولو هدف څه دی؟‌ نوموړي وویل، هدف یې دا دی چې دا ځل به له هرڅه سره چمتو شوي راځي او "دا ځل به هېڅوک موږ له کورونو نه شي بېولی."

"خلک ناسم پوهېدلي. دا زموږ دیموکراتیک حق دی او هېڅوک مو نه شي نیولی."

په ورته وخت کې د پاکستان د اطلاعاتو وزیرې مریم اورنګزېب ویلي، لومړی وزیر شهباز شریف به نن شپه خپل ولس ته وینا وکړي.

هغې پر ټویټر لیکلي، لومړی وزیر باید پخپله وینا کې ولس ته د هغو مهمو مسلو او لانجو د هوارولو په اړه د حکومت سیاسي پرېکړې اعلان کړي.

په پام کې ده چې لومړی وزیر شهباز شریف نن جمعه د اسلام اباد پر وخت د شپې اته بجې وینا وکړي.

په همدې حال،‌ د مسلم لیګ (ن) ګوند مرستیاله مشره مریم نواز پر ټوېټر لیکي، مخکېنی لومړی وزیر عمران خان تر تېرو څو ورځو پورې له سترې محکمې ناوړه ګټه اخیسته، خو نن د سترې محکمې تر پردې لاندې د ګډوډۍ په تړاو د خپلې اجنډا عملي کېدل غواړي.

مریم نواز ویلي، ستره محکمه باید له ځیرکتیا ګټه واخلي او له سیاسي لانجو ځان ګوښه کړي، که نه د یوه قضايي بنسټ به توګه به د یو اړخ پلو نیول په زیان ورته تمام شي.

پاکستان کې د تېلو بیو کې کم ساری لوړوالی راغل

د پاکستان فدرالي حکومت د تېلو هر یوه لیټر بیه ۳۰ روپۍ زیاتولو اعلان کړی، چې له تېرې شپې عملي کېږي. د تېلو بیو لوړولو دا اعلان تېره ورځ د پاکستان خزانې یا مالیې وزیر مفتاح اسماعیل په یوه خبري غونډه کې وکړ.

د یادونې ده، چې همدا تېره ورځ د پاکستان او نړیوال وجهي صندوق ای ایم تر منځ دې هېواد ته د پور ورکولو پروګرام بیا فعالولو خبرې د تېلو بیو موضوع له کبله په ناکامۍ پای ته ورسېدې.

ای ایم له پاکستان حکومته غوښتل هغه سبسډي بېرته واخلي چې د تېلو او برېښنا بیو لړ کې یې ولس ته ورکوي.

د پاکستان خزانې وزیر بیا وايي، دی د نفتو بیې د ای ایم په غوښتنې پر ځای له دې کبله زیاتې شوې دي، چې په وینا یې موږ اړ یو د هېواد چارې پرمخ یوسو.

نوموړي زیاته کړه، پاکستان نه شي کولای دغسې لګښتونه وزغمي او د نفتو بیو کموالي له کبله د دې تولیداتو کارولو کچه ۲۰ سلنه لوړه شوې ده.

نوموړی زیاتوي که له دې سره سیاسي زیان رسېږي، خو د هېواد لپاره دا پرېکړه اړینه ده.

له ای ایف سره د پور ترلاسه کولو خبرو په هکله نوموړي وویل: ''او زه تاسې ته ډاډ درکوم چې نن کوم ګام اخیستل شوی، له دې وروسته به دا خبرې نورې هم مثبتې شي او ژر به ورسره هوکړې ته ورسېږو. ''

د نوي اعلان له مخې به اوس پاکستان کې د پټرولو یو لیټر په ۱۷۹ روپۍ او ۸۶ پیسې او ډیزل د ۱۷۴ روپیو او ۱۵ پیسو بدل کې پلورل کېږي.

د نفتو بیو کې په یوه وار په دې کچه زیاتوالی پاکستان کې کم ساری بلل کېږي او د پخواني واکمن ګوند تحریک انصاف مسوولینو په ګډون ځیني کسان پرې نیوکې هم کوي.

مخکیني لومړي وزیر عمران خان په یوه ټویټر پیغام کې په دې هکله وویل:

''ولس به د پټرول او ډیزل د بیو دې ۲۰ سلنې یانې ۳۰ روپیو زیاتوالي چې د هېواد په تاریخ کې تر ټولو ډېر زیاتوالی دی، بیه پرې کوي. ''

نوموړي پر حکومت تور پورې کړی، چې و نه توانېد له روسیې په ۳۰ سلنه ټیټه بیه تېل ترلاسه کړي او په وینا یې پاکستان کې به د ګرانۍ یوه لویه څپه راشي.

بل لور د تېلو بیو له زیاتېدو سره سم د پاکستان ونډو بازارونو کې کاروبار زیات شوی دی.

د ونډو بازارونو کې د اونۍ پر وروستۍ ورځ د ورځې پیل کې ۷۵۰ پواینټونه زیاتوالی ولیدل شو، چې د شنونکو په وینا لامل یې د تېلو بیو کې د حکومت له لوري تر یوه بریده د سبسډي ختمول او له همدې کبله له ای ایم ایف نه د پور ترلاسه کولو احتمال ډېرېدل دي.

په ورته مهال د جمعې پر ورځ د امریکايي ډالر په مقابل کې د پاکستانۍ روپۍ ارزښت هم له څلور روپیو یو څه زیات کم شو.

د یادونې ده چې پر پنجشنبه د یوه امریکايي ډالر په مقابل کې ۲۰۲ پاکستانۍ روپۍ تبادله کېدې، چې دا ریکارډ زیاته کچه ده.

د جمعې پر ورځ بیا دا کچه د یوه ډالر په مقابل کې ۱۹۸ روپیو او ۴۰ پیسو ته ټیټه شوه، چې د پاکستان اسعارو تبادلې شرکتونو ټولنې مشر ظفر پراچه په وینا لامل یې له ای ایم ایف نه د پور ترلاسه کولو احتمال ډېرېدل دي.