اوکرايين وايي د اوربند تړون په خاطر روسيې ته خپله هېڅ خاوره نه پرېږدي

د عکس سرچینه، Getty Images
د اوکرایین حکومت وايي، له روسیې سره به د اوربند له هغه تړون سره هوکړه و نه کړي چې په پایله کې یې د اوکرایین د یو شمېر سیمو پرېښودل شامل وي.
د ولسمشر زيلینسکي سلاکار میخاییلو پودولیک ويلي، کیېف به بېړني اوربند لپاره د لوېدیځ هغه غوښتنې و نه مني چې د هېواد په سویل او ختیځ کې د دوی په خاوره کې روسي ځواکونه پاتې شي.
هغه زیاته کړې، روسیې ته د امتیازونو ورکول به د دې لامل شي چې مسکو په اوږد مهال کې خورا لوی او خونړي بریدونه وکړي.
ورته وخت کې د پولڼد ولسمشر اندرزیج دودا هم د اوکرایین پارلمان ته وینا کې ویلي"یوازې اوکرایین حق لري چې د خپل راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي."
د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې، اندرزیج دودا ویلي داسې "اندېښمنوونکې اوازې" شته چې ویل کېږي اوکرایین باید پوتین ته تسلیم شي.
نوموړي وکیلانو ته ویلي، "دا اوازې دې جدي نه ګڼي، ځکه چې آن د اوکرایین د یو انچ خاورې پرېښودل به هم د ټول لوېديځ پر مخ یو ګوزار وي."
دودا ټینګار کړی چې اروپايي ټولنې کې د اوکرایین د غړیتوب ترلاسه کولو په برخه کې د دغه هېواد بشپړ ملاتړ کوي، هغه مسله چې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه پرې لا هوکړې ته نه دي رسېدلي.
د اوکرایین د سولې په تړاو اندېښنې داسې مهال کېږي چې روسیه د ختیځ ښار سیورو دونیڅک د نیولو هڅه کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د اوکرایین د ختیځ لوهانسک سیمي والي وايي، روسیه هڅه کوي له څلورو بېلابېلو لارو د سیورو دونیڅک ښار ته ننوځي.
روسي ځواکونو د ماریوپول له نیولو وروسته په ختیځ دونباس سیمه کې خپلو بريدونو ته دوام ورکړی دی.
ویل کېږي چې دوی د سیوردونیڅک په لور محدود پرمختګونه کړي،چېرې چې فکر کېږي دوی د نوې محاصرې پلان لري
د برتانیا د دفاع وزارت په وینا، شونې ده چې روسیې په دونباس کې د خپل برید د یوې برخې په توګه سیمه کې د "ټرمینیټر" په نامه لوی ټانکونه ځای پر ځای کړي دي.
سیورو دونیڅک سمیه اوس مهال د روسیې مهمو او تکتیکي لومړیتوبونو کې شامله ده.
د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي هم په ختیځ دونباس کې د خورا سخت وضعیت په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.
زیلینسکي یوه ویډیویي پیغام کې ویلي"د اوکرایین ختیځ دونباس کې وضعیت خورا سخت دی، ځکه د روسیې پوځ هڅه کوي سلویانسک او سیورو دونیڅک سیمې ونیسي."
هغه زیاته کړې" اوکراییني پوځ د دغو بریدونو مخه نیسي."
د اوکرایین د وسله والو ځواکونو لوی درستیز نن سهار په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې روسي ځواکونه هڅه کوي د لوهانسک سیمې اداري پولو ته ځان ورسوي.










