تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اوکرایین او روسیې د سولې خبرې وځنډېدې
د روسیې او اوکرایین ترمنځ خبرې چې د جګړې پای ته رسولو لپاره پیل شوې وې، اوس ځنډېدلې دي. دواړو لوریو دا خبره تائید کړې ده خو د ځنډېدو پړه یې يو پر بل ور اچوي.
روسیه وايي اوکرایین په (علني ډول) د سولې له خبرو وتلی خو کېیف پر روسیې تور پورې کوي چې د خبرو پرمهال یې جوړ جاړ ي ته غاړه نه ایښوده.
پر اوکرایین د روسیې له یرغل وروسته، له جګړو سره سره د دواړو لوریو ترمنځ پر لپسې د وېډیو له لارې او یا هم مخامخ د سولې خبرې روانې وې خو تر اوسه یې هیڅ پایله نه ده ورکړې.
د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویلي (اوس د دواړو لوریو ترمنځ هیڅ ډول خبرې نشته)
په همدې حال کې د اوکرایین سویل کې د ماریوپول ښار د پولادو له ازوفستال فابریکې سلګونه کلابند اوکراییني سرتېري اېستل شوي دي.
د اوکرایین ددفاع مرستیالې وزیرې هنا ملیار ویلي ۵۳ سرتېري چې سخت ټپي وو، د روسیې له ملاتړه د برخمنو وسله والو تر کنټرول لاندې نوازوڅک ښار ته لېږدول شوي.
هغې زیاته کړې چې ۲۱۱ نور سرتېري د یوه بشري دهلیز له لارې د یاغیانو تر کنټرول لاندې بل ښار اولېنيوکا ته ایستل شوي دي.
تر دې مخکې روسیې اعلان کړی و چې ماریوپول کې د پولادو له ازوفستال کارخونې د کلابندو ټپي سرتېرو د ایستلو هوکړه شوې.
د روسیې دولتي رسنیو د دغو سرتېرو د لېږدولو تصویرونه هم خپاره کړي.
تاز رپوټونه وايي، اووه نور بسونو لیدل شوي چې له دغې فابریکې یې اوکراییني سرتیري اېستل.
عیني شاهدانو رویټرزي خبري اژانس ته ویلي چې دغه بسونو کې اوکراییني پوځیان د اولېنوېکا په نامه د روسانو تر واک لاندې سیمې ته وړل شوې دي.