تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بېل ګېټس: ژوند مې بدل شوی، ماشومان رانه تللي
د مایکروسافټ پخواني مشر او بنسټ اېښودونکي بېل ګېټس بي بي سي سره په یوې تفصیلي مرکه کې ویلي، د ده پر وړاندې بې بنسټه او درواغجنې اوازې حیرانوونکې دي.
ده جېفري اېپسټین سره ملاقات تېروتنه بللې او وايي عامه ځایونو کې د خلکو لخوا ورپسې چېغې وهل ناوړه کار دی. دې مرکه کې ښاغلی ګېټس پر ده د اېلان مسک نیوکو هم غږېدلی.
بېل ګېټس یو وخت د نړۍ تر ټولو شتمن کس وو. دا ځای ترې اوس اېلان مسک نیولی. دوی دواړه خپلو کې ډېر سره نه دي جوړ.
تېره اوونۍ ښاغلي مسک پر ښاغلي ګېټس تور ولګاوه چې د ټېسلا شرکت پر ونډو یې سټه وهلې، دا د پیسو ګټلو یوه لار ده چې له مخې یې د یوه شرکت پر ونډو قمار کېږي چې ارزښت به بایلي. اېلان مسک پر ټوېټر د بېل ګېټس په اړه سپکوونکي ټویټونه هم کړي.
ښاغلی ګېټس وايي: "اېلان مسک هېڅ اړتیا نه لري چې زما په اړه ښه نظر ولري."
ښاغلی مسک ادعا کوي چې د برېښنايي ګاډو جوړوونکي شرکت ټېسلا پر ونډو سټه لګول د ښاغلي ګېټس چاپېریال ساتنې هڅو سره په ټکر کې دي.
د ټېسلا ونډو په تړاو چې کله له بېل ګېټس ځانګړې پوښتنه وشوه، ویې ویل:"دا اقلیمي بدلون سره هېڅ تړاو نه لري. زه د بدلون وړتیا لرم."
بېل ګېټس زیاتوي: "د برېښنايي ګاډو شهرت به دغه بازار کې سیالي زیاته کړي. نو زما په اند د برېښنايي ګاډو د کارولو دودول او یا د یوه ځانګړي شرکت تلپاتې ارزښت… دوه جلا څېزونه دي او سره لوی توپير لري."
اېلان مسک دې وروستیو کې ټوېټر پېرلی. ښاغلی ګېټس د دغه تړون په اړه وپوښتل شو، ده وویل: "اېلان خو پېژنئ، فکر کوم دا شونې ده چې ټوېټر له اوسني حالته بد یا ښه شي. نو باید پایلو ته منتظر شم."
ښاغلی ګېټس په ټولنیزو رسنیو کې ځانګړې لېوالتیا لري، له دې امله نه چې ده خپله شتمني له دې لارې پیدا کړې بلکې ځکه چې دی ډېر کله د بې بنسټه اوازو ښکار وي.
دی له ډېره وخته د واکسینونو ملاتړی وو او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې مېلیاردونه ډالره د واکسین څېړنې او جوړښت په بېلا بېلو پروګرامونو لګولي.
له همدې امله دی د هغو بې بنسټه ادعاوو او درواغجنو اوازو ښکار دی چې ګواکې د واکسینونو له لارې دی غواړي خلک وڅاري. ډېری داسې نظریې په ټولنیزو شبکو خپرې شوي او د کورونا وبا پر مهال ډېرې ښکته پورته کېدې.
ښاغلی ګېټس وايي: "کله کله خو باید یوازې ورته وخاندې ځکه دومره حیرانوونکي دي. مطلب مې دا دی چې ایا زه رښتیا هم غواړم خلک وڅارم؟ ما د واکسینونو په پروګرامونو مېلیاردونه ډالره ځکه لګولي چې واکسینونه ژوند ژغوري، د پیسو ګټلو لپاره نه."
نوموړی وايي د درواغجنو نظریو خپروونکو لخوا ډېر وخت لارو کوڅو کې ځورول کېږي "دا اوس اوس بهر عامه ځای کې وم، ځینو کسانو راپسې په چیغو نعرې وهلې چې ته موږ څارې، او دا ډېر زیات بد کار دی".
بېل ګېټس او مېرمنې یې مېلېنډا فرېنچ ګېټس تېر کال اعلان کړی وو چې سره جلا کېږي. دواړو د بېل او مېلېنډا ګېټس مرستندویه اداره پرانېستې چې په نړیواله کچه یوه تر ټولو ستره مرستندویه اداره ده او له ۲۷ کلونو یې سره ودنی ژوند کاوه.
ښاغلی ګېټس وايي: "زما ژوند اوس ډېر بدل دی. بچي مې له کوره تللي، تر ټولو کوچنی مې تېر کال کالج ته ولاړ. له مېرمنې سره طلاق راته ډېر ګران وو، تېر کال زما لپاره ډېر سخت وو."
د دواړو تر منځ طلاق وروسته له هغې وشو چې د رپوټونو له مخې بېل ګېټس له یوې بلې ښځې سره اړیکي درلودل. د روان کال مارچ کې مېلېنډا ویلي وو چې په جنسي تېري محکوم شوي مجرم جېفري اېپسټین سره د بېل ګېټس په ملاقات او لیدو دا نه وه خوښه.
دې امریکايي سي بي اېس تلویزیون سره مرکه کې ویلي وو: "زما هېڅ خوښه نه وه چې دی دې جېفري اېپسټین سره وګوري او دا مې ورته په ښکاره ویلي وو."
کله چې ښاغلی ګېټس د دغو لیدنو په تړاو وپوښتل شو نو ده دا یوه "تېروتنه" وبلله.
"جېفری اېپسټین سره ملاقات مې تېروتنه وه. فکر کوم په دې تړاو د هغې (مېلېنډا ګېټس) لیدلوری تر ما ښه وو. هغه (اېپسټین) سره زما هر ډول ملاقات ښايي په داسې چوکاټ کې ولیدل شي چې زه ګواکې د هغه ناوړه چلن او جرمونه منم. نو، دا یوه تېروتنه وه."