شهباز شریف له سعودي وروسته اماراتو ته تللی؛‌ عمران خان د اسلام اباد پر لور لاریون اعلان کړ

شہباز

د عکس سرچینه، Twitter/PakPMO

د پاکستان لومړی وزیر میا شهباز شریف د سعودي عربستان د دوه ورځني سفر پای کې خپل هېواد ته تر ستنېدو وړاندې متحدو عربي اماراتو ته تللی دی.‌

رپوټونه وايي‌ هغه تېره شپه د ابوظبۍ له وليعهد او د متحدو عربي اماراتو د پوځ له مرستیال مشر شیخ محمد بن زید النهیان سره لیدلي‌ دي.‌

دې لیدنه کې په دوه اړخیزو اړیکو او نورو مسایلو خبرې شوې.‌

دا واک ته له رسېدو وروسته د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف لومړی بهرنی سفر دی.

هغه تېره میاشت د پاکستان قامي اسمبلۍ لخوا د مخکیني لومړي وزیر عمران خان له بېواکه کېدو وروسته لومړی وزیر شو.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

نوموړی داسې مهال متحدو عربي اماراتو ته تللی چې د سعودي پر سفر پلاوي کې ورسره ملګري د مالیې وزیر یې مفتاح اسماعیل پر خپل ټویټر لیکلي‌ چې دی ترې سعودي کې پاتې شوی او هلته به له چارواکو سره د تخنیکي کچې خبرې اترې پیل کړي.

سعودي عربستان او متحدو عربي اماراتو ته د شهباز شریف د دغه سفر هدف دا ښودل شوی چې له دغو هېوادونو د ټولنیزې سوکالۍ برخه کې همکاري وغواړي.‌

پاکستان له کلونو راهیسې له ستونزمن اقتصادي حالت تېرېږي.‌

عمران خان:‌ واکمن چارواکي مفسد دي

عمران خان

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان د نوي لومړي وزیر له دغه سفر سره هممهاله مخکني لومړي وزیر عمران خان بیا خپلو پلویانو ته ویلي چې د روانې می میاشتې وروستۍ اوونۍ کې د اسلام اباد پر لور ستر لاریون ته تابیا ونیسي.

عمران خان وايي‌ د دغه لاریون پرېکړه د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشرتابه کومېټې وروستۍ ناسته کې شوې ده.‌

هغه په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې پر اسلام اباد به د خلکو سیلاب ورمات شي.

عمران خان مخکې دا "د ازادۍ لاریون" نومولی و.

هغه دې نوي ویډیويي پیغام کې تور پورې کړی چې پر پاکستان د یوې دسیسې له مخې "تر ټولو فاسد کسان واکمن کړل شوي دي."

نوموړی زیاته کړې د دغه لاریون په وسیله به نړۍ ته وښيي‌ چې بهرنيان پرې مفسدان نشي واکمنولی.‌

د یادونې ده چې عمران خان وړاندې هم په وار وار تور پورې کړی چې ګوندې د یوې پراخې بهرنۍ توطیې پایله کې له واکه غورځول شوی.‌

هغه دې توطیې ته له امریکا سره تړاو ورکوي،‌ خو واشنګټن او پاکستان کې د نوي حکومت چارواکو د نوموړي دا ادعا په کلکه رد کړې.‌