هند کې توده څپه؛ میلیونونه کسان له کړاو سره مخ دي

A woman splashes water on her face to get relief from extreme heat during hot weather, Kolkata

د عکس سرچینه، Getty Images

په هندوستان کې سختې ګرمۍ د میلینونه خلکو ژوند له کړاو سره مخامخ کړی دی. د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ویلي، په هېواد کې یې هوا له خپل اصلي وخته وړاندې توده شوې او لا هم په تدریجي دول مخ په ګرمېدو ده.

د هند د هوا پېژندنې ادارې اټکل کړی چې د دغه هېواد په شمال لوېدیځو او مرکزي سیمو کې به تر راتلونکې اوونۍ تودوخه تر پخوانۍ لوړې کچې له دوو تر څلورو سانتي ګرادو لوړه شي او وروسته به چندان بدلون ونکړي.

که څه هم په هند کې د هوا تودېدل نوې خبره نه ده، په ځانګړې توګه د مې او جون میاشتو کې، خو سږ هلته اوړی یو څه رامخکې شوی او د مې پرځای د هوا تودوخه ان له مارچ میاشتې پیل شوې ده.

تېره مارچ میاشت کې د هوا تودوخه دومره لوړه وه چې تېرو ۱۲۲ کلونو کې د دې میاشت هوا دومره نه وه توده شوې.

د ساینس او چاپېریال یو فکري مرکز ويلي، د سږ له وخته وړاندې تودوخې د هند شاوخوا ۱۵ ایالته اغېزمن کړې دي. په دې کې هوماچل پردیش ایالت هم شامل دی چې د مناسبې هوا له امله مشهور دی.

A boy dives into the Ganges River during a hot day in Kolkata, India, 20 April 2022. The summer, or pre-monsoon season, occurs from March to July in eastern India, with the highest daytime temperatures ranging from 35 to 45 degrees Celsius.

د عکس سرچینه، EPA

اټکل کیږی چې روانه اوونۍ به د هند په پلازمېنه ډیلي کې د هوا تودوخه له ۴۴ سانتي ګراده واوړي.

هندی ساینس پوه نارېش کومار د اوسنۍ تودخې لامل کارخونې بولي.

بزګران وايي، ناڅاپي تودوخې د دوی د غنمو کروندې اغېزمنې کړې دي، چې له امله یې ښايي په نړیواله کچه د غلې دانې پر کمي اغېز وکړي.

هغه ستونزه له وړاندې د روسیې او اوکراین د جګړې له کبله په نړیوالې اندېښنې بدله شوې.

تودوخې په هند کې د برېښنا اړتیا هم ډېره کړې ده. ورته مهال د هند لومړي وزیر د هوا د تودوخې له کبله د طبیعي اورلګېدنو د احتمال او خطر خبرداری هم ورکړی دی.

Pedestrians on a hot summer day at Connaught Place, on April 25, 2022 in Delhi

د عکس سرچینه، Getty Images

د هند په ډېری برخو کې اوړی معمولا ډېر تود وي، په ځانګړې توګه په شمالي او مرکزي سیمو کې.‌

هلته له وړاندې د میلیونونو ایرکانډیشنونو او د هوا سړولو د کولرونو پېرل او پلور پیل شوی دی او ځینو خلکو له تودوخې د ځان ساتلو لپاره نورې ځانګړې لارې چارې پیدا کړي.

ډېری کارپوهان وايي، هند اوس له اوږدمهاله سختې تودوخې سره مخامخ دی.