"۲۰۱۶ کال ښايي تر ټولو ډېر تود کال شي"

هند کې کروندګر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ساينسپوهان وايي د لومړنيو ۹ مياشتو له معلوماتو ۹۰ سلنه د دې امکان شته چې ۲۰۱۶ کال به له ۲۰۱۵ کال ډېر تود وي.

د نړۍ د هوا حالاتو اداره وايي له لومړنيو معلومات داسې ښکاري چې ۲۰۱۶ کال ښايي په ريکارډ کچه تر ټولو تود کال شي.

ساينسپوهان وايي د لومړنيو ۹ مياشتو له معلوماتو ۹۰ سلنه د دې امکان شته چې ۲۰۱۶ کال به له ۲۰۱۵ کال ډېر تود وي.

د نړۍ د هوا حالاتو ادارې له مخې د روان کال له جنورۍ تر سپټمبر مياشتې د هوا تودوخه ۱،۲ سانتي کريډ وه.

د چاپېريال پېژندنې ډېری ماهرین په دې اند دي چې په هوا کې کاربن ډای اوکسايد او نور ګازونه ډېر زیات شوي دي.

دوی وايي چې په نړۍ کې د سونتوکو کارول هم د حرارت له درجې سره ډېره مرسته کړې ده.

دغه اداره وايي د هوا تودوخه به د روان کال تر پايه په دې کچه ګرمه وي چې د تېر کال ريکارډ به مات کړي.

دا علان په داسې وخت کې شوی، چې مراکش کې د اقليمي بدلون په اړه غونډه روانه ده، چې پلاوي په کې د نړيوالې تودوخې کابو کولو پر هلو ځلو خبرې کوي.

په دغه غونډه کې د ډونلډ ټرمپ د ټاکنې اغېزې هم ارزول کېږي. ښاغلي ټرمپ د خپلې ټاکنيزې مبارزې پر مهال اقليمي بدلون خبرې هسې يو چل بللی و.

وچکالي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د چاپېريال پېژندنې ډېری ماهرین په دې اند دي چې په هوا کې کاربن ډای اوکسايد او نور ګازونه ډېر زیات شوي دي

بله خوا، مراکش کې د نړۍ د اقلیم په اړه د ملګرو ملتونو په خبرو کې، هېوادونه وايي چمتو دي چې د امریکا له متحدو ایالتونو پرته پر مخ لاړ شي.