تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
روسیې له کلابند ماریوپول ښاره د ملکي وګړو وتلو لپاره اوربند اعلان کړی
د روسیې د دفاع وزارت ویلي ملکي وګړي کولای شي له کلابند ماریوپول ښار څخه هرې هغې خوا ته لاړ شي چې دوی یې غواړي. اوکراییني چارواکو د روسیې د دغه اعلان په اړه شکونه څرګند کړي. د اوکریین د لومړي وزیر مرستیاله ارینا ورشیچوک بي بي سي سره په خبرو کې ویلي له ماریوپول نه ملکي وګړي باید د نړیوالو ضمانتونو له مخې وایستل شي.
په پام کې ده چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په دې اوونۍ کې روسیې او اوکرایین ته سفر وکړي. اخوا د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیران چې پرون پلازمېنه کېیف ته تللي وو پولنډ ته په ستنېدو کې ویلي، روسیه په اوکرایین کې جګړه نه شي ګټلی.
د امریکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن او د دفاع وزير لوېډ اسټن اوکرايين ته په سفر تللي وو او په پلازمېنه کيېف کې يې له ولسمشر ولودمير زيلينسکي سره کتلي وو.
پر اوکرایین د روسیې له یرغل وروسته دا لومړی ځل و چې د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیر لوېډ اسټن اوکرایین ته په سفر لاړل او د اوکرایین له ولسمشر ویلادیمیر زېلېنسکې سره یې ولېدل.
ښاغلي بلېنکن ويلي، چې ده او ښاغلې اسټڼ د اوکرايين له ولسمشر سره د ليدو لپاره له پولنډه کيېف ته د اورګاډي له لارې سفر کړی و.
د امریکا دواړو وزيرانو دا سفر د روسیې د پوځي تېري پر مهال د اوکرايين له حکومت سره د امریکا د تلپاتې ملاتړ څرګندولو لپاره يو فرصت وباله.
د امریکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن په کیېف کې له ولسمشر زيليسنکي سره له کتنې وروسته د ۷۱۳ میلويونو ډالرو مرستې ژمنه کړې. ټاکل شوې د دغو پيسو ډېری برخه د وسلو پېرودلو باندې ولګول شي.
د امریکا متحدو ایالتونو بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د اوکرایین پلازمېنه کیېف کې د وینا پر مهال ویلي، ځکه هلته تللی چې له اوکرایین سره د امریکا پیاوړی ملاتړ څرګند کړي.
نوموړي زیاته کړې، د اوکرایین له ولسمشر ولودیمر زېلنسکي سره لیدنه کې هغه د ولسمشر جو بایډن د مشرتابه ستاینې تر څنګ د اوکرایین موضوع کې د هغه سخاوت ستایلی دی.
ښاغلي بلېنکن همدار راز ویلي، روسیې د اوکرایین په ځینو برخو کې ظلمونه روان ساتلي، خو په وینا یې اوکرایینیان په استقامت سره مقاومت کوي.
د نوموړي په وینا د جګړې هدفونو په ترلاسه کولو کې پاتې راځي او اوکرایین بری مومي.
له دې وړاندې امریکايي چارواکو تایید کړې وه، چې د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او دفاع وزیر لوید اسټن د اوکرایین پلازمېنه کیېف کې له ولسمشر ولودیمر زېلینسکي سره لیدلي دي.
له دې مخکې تېره ورځ 'یکشنبه ' یوه اوکراییني چارواکي ویلي و، چې بلېنکن اوکرایین کې دی، خو امریکايي چارواکو په دې هکله له څه ویلو ډډه کړې وه.
اوس د امریکا بهرنیو چارو وزارت کیېف ته د ښاغلي بلېنکن رسېدو تایید تر څنګ ویلي، ښاغلي بلېنکن ولسمشر زېلینسکي ته ډاډ ورکړی، چې امریکايي دیپلوماتان به روانه اونۍ بېرته کیېف ته ستانه شي.
بل لور د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلینسکي د فرانسې ولسمشر اېمانویل مکرون ته په ټاکنو کې د بریا په مناسبت مبارکي ورکړې.
نوموړي په یوه ټویټر پیغام کې ښاغلی مکرون 'رښتینی دوست ' بللی او پر خپل هېواد د روسیې له یرغل وروسته یې له اوکرایین سره د فرانسې ملاتړ مننه کړې.
د یادونې ده، چې ښاغلي مکرون د اوکرایین جګړې ختمولو لپاره هڅو کې مهم رول لوبولی او پر اوکرایین د مسکو له یرغل مخکې یې همدې هڅو لړ کې له روسي سیال ولادیمر پوتین سره لیدلي و او څو ځله یې له هغه سره ټیلیفوني خبرې کړې وې.
د جګړې په ډګر کې څه روان دي؟
د اوکرایین په ختیځ کې ځايي چارواکي وايي، د روسي پوځیانو توپخانې، توغندیزو او راکټي بریدونو لړۍ روانه ده، چې له کبله یې په شمال ختیځ خارکایېف، او ختیځ دونیڅک سیمو کې مرګژوبله هم اوښتې ده.
بل لور د بریتانیا دفاع وزارت استخباراتي معلومات ښيي، روسیه په سویلي ښار خیرسون کې د یوې داسې چمتو شوې ټولپوښتنې پلان لري، چې د دې ښار اشغال پکې توجیح کړي.
اوکراییني چارواکو بیا په ماریوپول ښار کې د فولادو پر یوې لویې کارخانې ازوستال چې اوکراییني پوځیان پکې له یو شمېر ملکي کسانو سره یو ځای محاصره دي، د سولې خبرو وړاندیز کړی دی.