تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
عمران خان: د امریکا سفارت ته مو د لاسوهنو رسمي شکایت کړی
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي حکومت یې د جمعې پر ورځ اسلام اباد کې د امریکا سفارت ته د دوی کورنیو چارو کې د لاسوهنو رسمي شکایت کړی دی.
له دغو لاسوهنو د نوموړي هدف هغه لیک دی چې نوموړی یې له واکه د ده د لرې کولو لپاره بهرنۍ توطئه بولي.
عمران خان دا څرګندونې د (ای ار وای) په نوم یوې پاکستانۍ تلویزونې شبکې سره وروستۍ مرکه کې کړي.
هغه د پنجشنبې پر ورځ د پاکستان قامي اسمبلۍ کې ده ته د 'نه باور رایې' پروسې له ځنډېدو وروسته وینا کې ویلي و، یوه ځواکمن بهرني هېواد یې ځکه پر خلاف توطئه ته لاس اچولی، چې دی ولې تېره فبرورۍ کې مسکو ته تللی دی.
په دې اړه د خبرو پر مهال د نوموړي له خولې د امریکا نوم هم ووت، خو بېرته یې د خپلو خبرو د سمولو هڅه وکړه.
عمران خان د فبرورۍ پر ۲۴مه داسې مهال کرملېن ماڼۍ کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ولیدل چې هغه پر همدې ورځ خپلو ځواکونو ته پر اوکرایین د برید امر ورکړی و.
هغه وايي لوېدیځ هېوادونه یې له دغه سفره ناراضه دي.
د پاکستان لومړي وزیر په دې تازه مرکه کې په زغرده د امریکا نوم اخیستی او د هغه څرګندونې د دې لامل شوې چې د تحریک انصاف ګوند یو شمېر پلویان یې د جمعې پر ورځ پېښور کې د امریکا خلاف لاریون وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن د پاکستان وروستي سیاسي ترینګلتیا کې د لاس درلودو تور رد کړی.
عمران خان نور څه وویل
د پاکستان لومړي وزیر خپله دې مرکه کې ادعا کړې چې اېستبلشمنټ ورته د اپوزېسیون له اړخه د 'نه باور رایې' سره د مخامخېدو، ګوښه کېدو او تر وخت وړاندې ټاکنو درې غوښتنې مخ ته ايښي چې ده پکې وروستی هغې ته غاړه ایښې.
هغه وویل د 'نه باور رایې' خلاف به تر پایه مقابله وکړي او استعفاء هم نه ورکوي.
د پاکستان لومړي وزیر عمران د پنجشنبې ماښام پاکستانیانو ته وینا کې ویلي، د ده پر ضد د بې باروۍ تحریک پایله چې هر څه وي، تر پایه به مبارزه کوي او لا ډېر پیاوړی به شي.
ښاغلي خان په خپله وینا کې ادعا وکړه، چې د حکومت پر ضد یې توطئه چمتو شوې، چې په خبره یې جرړې یې په بهر کې دي.
نوموړي په دې لړ کې د یوه لیک یادونه وکړه او په خپله وینا کې یې په تېروتنه د امریکا نوم واخیست، چې ګواکې دا لیک له هغه هېواده استول شوی، خو ښاغلي خان ژر خپله خبره اصلاح کړه او ویې ویل هدف یې امریکا نه دی، خو له یوه 'ځواکمن ' هېواده دا لیک استول شوی دی.
ښاغلي خان پلازمېنه اسلام اباد کې امنیت ډایلاګ نومي فورم ته وینا کې ادعا وکړه چې د خپلواکې بهرنۍ پالیسي له کبله پاکستان په نړیواله کچه عزت موندلی.
نوموړي زیاته کړه: ''موږ ته یوه ځواکمن هېواد په ډېره نارضایتي وویل چې ولې مې روسیې ته سفر وکړ، دوی غوسه شول. ''
له دې مخکې په اسلام اباد امنیت ډایلاګ فورم کې د ښاغلي خان ګډون په هکله د پاکستان حکومت په یوه اعلامیه کې ویل شوي و، د بې باورۍ تحریک په هکله به د تګلارې چمتو کولو لپاره د ښاغلي خان په مشرۍ د سیاسي کومېټې غونډه هم وشي.
پرون د پاکستان ملي امنیت شورا په غونډه کې د دې لیک محتوا او ژبه غیر سفارتي وبلل شوه او دیپلوماتیکو تشریفاتو پام کې نیولو سره د ځواب غوښتنه وشوه.
بل لور د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویندویانو د یوې خبري غونډې پر مهال اړوند پوښتنې ته ځواب کې ویلي، پر امریکا لګېدلي تورونه رښتیا نه دي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کاتي بیډنګفیلډ یوه خبرې غونډې ته د دې ادعاوو په هکله وویل: ''دا بیخي رښتیا نه دي. ''
د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه بل ویاند نیډ پرایس بیا په دې هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: ''موږ د پاکستان وضعیت څارو، د پاکستان قانوني بهیر ته درناوی کوو، خو پر امریکا لګېدلي تورونه رښتیا نه دي. ''
د یادونې ده چې پرون د اپوزېسیون ګوندونو له پرلپسې ټینګار سره سره، د پاکستان پارلمان یا قامي اسمبلۍ مرستیال مشر پر لومړي وزیر د بې باورۍ تحریک په هکله بحث د یکشنبې ورځې ته وځنډاوه.
تازه معلومات ښي، چې اوس د پاکستان قامي اسمبلۍ ۱۴۰ غړي د بې باورۍ تحریک لړ کې د واکمن تحریک انصاف ګوند او ۱۹۶ غړي د اپوزېسیون ګوندونو اتحاد ملاتړ کوي، چې پرون پنجشنبه یې ۱۷۴ کسانو په پارلمان غونډه کې ګډون کړی و.