تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا ته لېږدول شویو لسګونه زره افغانانو ته هلته په موقت ډول د اوسېدو اجازه ورکول کېږي
امریکا متحده ایالات هغو افغانانو ته چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دې هېواد ته لېږدول شوي، لږ تر لږه د اتلسو میاشتو (یو نیم کال) لپاره هلته د اوسېدو قانوني اسناد ورکوي، چې په مستقل ډول د پاتې کېدو اجازې ترلاسه کولو ته کافی وخت ولري.
د امریکا داخلي امنیت وزارت چارواکي وايي، یوازې هغو افغانانو ته دا اسناد ورکول کېږي، چې د مارچ میاشتې له ۱۵ مې مخکې امریکا ته رسېدلي دی.
د امریکا داخلي امنیت وزیر الخاندرو مایورکاس وايي، د موقت اوسېدو دغه اجازه چې د ''موقت خوندیتوب وضعیت '' نوم ورکړل شوی، د دې لپاره هغو افغانانو ته ورکول کېږي، چې له مخکې امریکا ته رسېدلي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته په ناامنو شرایطو کې ستنېدو ته اړ نه شي.
د یاد وزارت چارواکي وايي، هغه کسان چې د ۲۰۲۲ کال مارچ له پنځلسمې وروسته امریکا ته ورسېږي، دغه ډول اجازې ته د نوم ثبتولو حق نه لري.
د رپوټونو له مخې د جلا - جلا قضیې څېړنې له مخې ډېری هغو افغانانو ته چې د "متحدانو هرکلي" په نامه د خلکو ایستلو عملیاتو کې له افغانستانه لېږدول شوي، د دوو کلونو لپاره د مېشت کېدو او کار اجازه ورکړل شوې ده.
داسې ښکاري چې تازه اجازه به هغو کسانو ته فرصت ورکړي، چې ویزې نه لري.
د امریکايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، تازه موقت امتیاز د هغو ۷۴ زره افغانانو لپاره دی، چې ۱۵ مارچ پورې امریکا ته رسېدلي او هغه ۲۰۰۰ افغانان هم پکې شامل دي، چې د خلکو ایستلو له بهیره ګوښي تېر کال امریکا ته رسېدلي دي.
ډېری هغه افغانان چې امریکا ته لېږدول شوي، هغه کسان دي، چې تېرو دوو لسیزو موده کې یې له امریکايي ځواکونو سره د ژباړن یا نورو ملاتړو برخو کې دنده درلوده.
داسې ډېری کسان به امریکا کې د کډوالۍ حیثیت، ګرین کارت یا امریکايي تابعیت ترلاسه کولو لپاره د خورا پڅ بهیر له کبله تر کلونو پورې ښايي منتظر پاتې شي.
له اماراتو افغانستان ته د کډوالو ستنېدل
د باختر دولتي خبري اژانس د رپوټ له مخې څه د پاسه ٣٠٠ هغه افغانان چې امریکا ته د تګ لپاره په متحده عربي اماراتو کې موقتاً استوګن شوي وو، بېرته کابل ته ستانه شوي دي.
دا هغه افغان کډوال دي چې د طالبانو لخوا د مخکیني افغان حکومت له پرځولو وروسته د خونديتوب لپاره امریکا او نورو هېوادونو ته د تګ په موخه راایستل شوي وو.
سلګونو افغانانو لوېدیځو هېوادونو ته د لېږد بهیر د "پڅوالي" له کبله تېره میاشت ابوظبۍ کې په خپل موقت استوګنځي کې مظاهره وکړه.
له شاوخوا اووه میاشتو انتظار وروسته، ځینو ته ویل شوي چې دوی به هیڅکله متحده ایالاتو ته نه ورسېږي.
اعتراض کوونکي وايي، دوی "یوازې یوه غوښتنه" درلوده چې له کابل څخه دلته له راوړل کېدو څو میاشتې وروسته د دوی برخلیک روښانه شي.
د متحده ایالاتو سفارت ظاهراً دوی ته ویلي چې د تحقیقاتو لپاره هیڅ مهالویش نه دی ټاکل شوی او دا "ټول" امکان نلري چې امریکا ته واستول شي.
ویل کېږي چې شاوخوا ۱۲۰۰۰ کسان په ابوظبي کې د استوګنې په دوو موقت مرکزونو کې ژوند کوي.