تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا ښایي یو شمېر ایستل شوي افغانان بېرته افغانستان ته ولېږي
د هغو افغانانو له منځه ښايي ځینې په امنیتي پلټنو کې د پاتې راتلو له امله د امریکا د حکومت لخوا بېرته افغانستان ته واستول شي، چې اوسمهال په کوسوو کې په یوه امریکايي پوځي اډه کې دېره کړل شوي دي.
امریکايي سي اېن اېن خبري شبکې د دغه هېواد د یو شمېر چارواکو له خولې ویلي، چې د دغسې کسانو لپاره افغانستان ته بېرته لېږد یو غوراوی دی، خو په وینا یې، پر نورو لارو یې هم غور کېږي.
په تېره اګست میاشت کې د افغان حکومت له پرځېدو وروسته د بېړنیو عملیاتو په مټ شاوخوا اویا زره افغانان امریکا ته لېږدول شوي دي.
زرګونه نور نورو هېوادو ته بېول شوي خو هغه ایستل شوي افغان وګړي چې له امنیتي ارزونو تېر شوي نه دي، په ختیځه کوسوو کې یوې امریکايي پوځي اډې ته د نورو پلټنو لپاره استول شوي دي.
تېره اونۍ واشنګټن کې د قطر بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان ال ثاني سره د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په ستراتيژیکو خبرو کې پرېکړه شوې چې قطر به له طالبانو حکومت سره د امریکا رسمي اړیکو لپاره اسانتیاوې چمتو کوي، چې امریکا یې په رسمیت نه پېژني.
په دې ناسته کې دغه راز پرېکړه شوې، قطر به امریکا ته د ټرانزیټي لارې په توګه د هغو افغانانو سفر اسانیتاوې چمتو کوي چې ځانګړې امریکایي ویزه 'ایس ای وې ' ورکول کېږي.
د رویټرز خبري اژانس په یوه رپوټ کې د یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي له قوله ویل شوي، د قطر او امریکا تر منځ د یوه ځانګړي توافق له مخې به قطر د هغو لږ تر لږه اته زره افغانانو کوربتوب کوي، چې افغانستان کې له خطر سره مخامخ او امریکا ته یې د کډوالۍ ځانګړې ویزې اېس ای وې) لپاره درخواستونه ورکړي دي.
دا چارواکي وايي، د اېس ای وې ویزې غوښتونکو ته به د قطر په عص سیلیه او العدید هوايي اډې کې مېشت ځایونه ورکړل شي.