داعش ډلې د خپل مشر وژل کېدل تائید او د نوي مشر نوم اعلان کړ

اسلامي دولت نومې ډلې 'داعش ' د خپل مخکیني مشر ابو ابراهیم القریشي وژل کېدل تایید کړي او د نوي مشر نوم یې اعلان کړی دی.

په یوه غږیز پیغام کې چې پر انټرنېټ خپور شوی، ابوالحسن الهاشمي القریشي د نوي 'خلیفه ' په توګه اعلان شوی دی، خو د نوموړي پېژندګلوۍ په هکله هېڅ جزیات نه دي ورکړل شوي.

دغه راز په یاد پیغام کې داسې څه نه دي ویل شوي، چې ابو ابراهیم القریشي چېرې او کله ووژل شو.

خو له دې مخکې د تېرې فبرورۍ پر درېیمه امریکا متحدو ایالتونو وویل، دغه عراقي جهادي د امریکايي ځانګړو ځواکونو یوې چاپې پر مهال په شمال لوېدیځه سوریه کې ځان او کورنۍ غړي په یوه چاودنه کې ووژل.

امریکا ولسمشر جو بایډن هغه مهال ویلي و، ''نړۍ ته متوجه د ترهګرۍ یو لوی خطر له منځه یوړل شو. ''

ښاغلي بایډن دغه راز ادعا کړې وه، چې همدې سړي د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې د داعش اړوند څانګو چارې اداره کولې او د ایزیدي توکمه خلکو ډلوژنه کې ''مخکښ '' و.

د پنجشنبې ورځې غږیز پیغام بیا د داعش ډلې نوي ویاند ابو عمر المهاجر خپور کړی، چې په وینا یې له ده مخکې د دې ډلې ویاند ابو حمزه القریشي هم په دا وروستیو کې مړ شوی دی.

المهاجر وايي، د نوي مشر بشپړ نوم نه شي برالا کولای، خو له پلویانو یې وغوښتل چې هغه ته وفادار واوسي.

ډېر کسان ګومان کوي، چې یوه عراقي سړي ته چې بشار خطاب غزال السمیدي نومېږي او د ابو خطاب، العراقي، حاجي زاید او استاد زاید په نومونو هم مشهور دی، د داعش ډلې وژل شوي مشر ابو ابراهیم القریشي د ځایناستي په نظر کتل کېدل.

داعش یو مهال د عراق له ختیځه نیولې د سوریې تر لوېدیځ پورې پر نژدې ۸۸ زره مربع کیلومتره ځمکه واکمني کوله او پر نژدې اته میلیونه خلکو یې خپل سخت دریځي اصول وضع کړي وو.