بایډن: د سوریې په عملیاتو کې مو د اسلامي دولت ډلې مشر وژلی دی

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن اعلان کړی چې د امریکا ځانګړو ځواکونو د سوریې شمال لوېدیځ کې په تازه عملیاتو کې د اسلامي دولت (داعش) ډلې مشر ابو ابراهیم الهاشمي القریشي وژلی دی.

د بایډن له ادرسه په یوه خپره شوې اعلامیه کې د امریکا د ځانکړو ځواکونو وړتیا او زړورتیا ستایل شوي او زیاته شوې چې په دغو عملیاتو کې ټول ښکېل امریکایان په خوندي ډول بېرته ورګرځېدلي دي.

ښاغلی بایډن داسې مهال د سوریې په عملیاتو کې د اسلامي دولت ډلې د مشر د وژلو خبره کړې چې وړاندې سوري سرچینو د امریکا د ځانګړو ځواکونو په دغو عملیاتو کې د شپږو ماشومانو په ګډون د ۱۳ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی و.

دغه عملیات په سیمه ییز وخت تېره (پنجشنبې) شپه د سوریې د حکومت د وسله والو مخالفینو تر کنټرول لاندې اتمه ښارګوټي کې شوي وو.

دغه ښارګوتی د سوریې ادلیب ولایت کې ترکیې سره پولې ته نږدې پروت دی.

ځايي سرچینو ويلي دغو عملیاتو کې ګڼو امریکايي چورلکو برخه اخیستې وه چې پر ځمکه له سخت مقاومت سره مخامخ شوې.

د اسلامي دولت ډلې مخکنی مشر ابوبکر البغدادي هم په ۲۰۱۹ کال د همدغه اتمه ښار په شاوخوا ۱۶ کیلومترۍ کې د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی و.

سپینې ماڼۍ پر خپله رسمي ټویټرپاڼه د ولسمشر جو بایډن، د هغه د مرستیالې کماله هارېس او د ملي امنیت ټیم د ځینو غړو دغه تصویر خپور کړی او ورسره لیکلي یې دي چې دوی د اسلامي دولت ډلې د مشر د لمنځه وړلو عملیات څاري.

وړاندې د امریکا دفاع وزارت چارواکو ویلي و، سوریه کې یې مېشتو ځواکونو د حکومت مخالفو وسله والو تر کنټرول لاندې سیمو کې د ترهګرۍ ضد چاڼیز عملیات کړي دی.

د دفاع وزارت یوه ویاند وویل، دا بریالي عملیات وو، امریکايي پوځیانو ته زیان نه دی اوښتی، خو نور جزیات یې نه دی ورکړي.

بل لور د سپینې ماڼۍ مسوولین وايي، د سوریې په اتمه ښارګوټي کې د شپږ ماشومانو او څلور ښځو په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي دي.

داسې باور کېږي چې دې سیمه کې بهرني جهادیان شته، چې له القاعده سره تړاو لري.

د اتمه اوسېدونکي وايي، د پنجشنبې په شپه یې ناوخته یو شمېر هیلیکوپترې ولیدې او تر دوو ساعتونو یې د ډزو غږونه اورېدل.

په هغو تصویرونو کې چې پر خواله رسنیو خپاره شوي، ورانې شوې ودانۍ ښکاري.

سوریه کې د بشري حقونو یو څار ډله چې مرکز یې برتانیا کې دی وايي، د ۲۰۱۹ کال له اکتوبر راوروسته چې د اسلامي دولت نومې ډلې مشر ابوبکر البغدادي وژل شوی، د سوریې شمال لوېدیځ کې دا د امریکايي ځواکونو تر ټولو لوی عملیات دي.