سوریه کې د امریکا په مشرۍ د ایتلاف برید ۲۳ ولسي وګړي وژلي

په سوریه کې د امریکا د هوایي ایتلاف د بریدونو په پایله کې ۲۳ ملکي کسان وژل شوي.

د سوریې دولتي خبري اژانس او د دولت مخالف فعالان وایي دا هوایي بریدونه د سوریې په ختیځ کې پرون (چارشنبه، ډسمبر ۱۳مه) ترسره شوي دي.

د سوري دولت اړوند سانا اژانس دا بربد "عام وژنه" بللې، چې اته ماشومان او شپږ ښځې هم په وژل شویو کې شامل دي.

د امریکا په مشرۍ د ايتلاف دا هوايي برید د سوریې ختیځ دیر الزور په "جرذي" سیمه کې شوی چې د فرات سیند په شاوخوا کې پرته ده. دغه سیمه د "اسلامي ډلې" یا (داعش) نومې ډلې په واک کې ده.

د امریکا ځواکونه په دغه سیمه کې له داعش سره په جګړه کې ښکېل دي. دا په سوریه کې د داعش تر کنټرول لاندې وروستۍ سیمه ګڼل کېږي.

د امریکا د پوځ یوه ویاند ویلي د ملکي کسانو مرګ ژوبله به وڅېړل شي، چې په وینا یې ایتلافي ځواکونه یوازې "د سمو او باوري پوځي موخو لپاره بریدونه کوي".