د بلوچستان په سیوۍ کې چاودنې مرګژوبله اړولې

د بلوچستان له سیوۍ سیمې رسېدلي رپوټونه وايي، د دې ښارګوټي په جېل روډ سیمه کې د یوې چاودنې له کبله د ملېشه ځواک او پولیسو څلورو سرتېرو په ګډون شپږ کسان وژل شوي او یو شمېر نور کسان ټپیان دي.
ځینې سرچینې وايي، چاودنه د یوه ځانمرګي برید له کبله شوې، خو حکومتي چارواکو په دې تړاو تر اوسه پورې څه نه دي ویلي.
د سرچینې په وینا امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او سیمه یې کلابند کړې ده.
بل لور د ایالت مرکزي ښار کوټې په روغتونونو کې بېړنیز حالت اعلان شوی دی.

خبریالان وايي، د پېښې ځای ته نژدې د ځايي حکومت یو مېلمستون هم موقعیت لري، او له پېښې وروسته د ځايي ودانیو کړکۍ ماتې شوې دي او ځینې دېوالونه هم نړېدلي دي.
ویل کېږي، د پاکستان ولسمشر عارف علوي هم د پېښې پر مهال په سویۍ مشهوره تاریخي مېله کې د ګډون لپاره دې ښار ته تللی و، خو چاودنه د مېلې له ځایه لېرې رامنځته شوې ده.
تر اوسه د تازه برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی، خو په تېر کې د بلوڅانو بېلتون پالو ډلو پر پاکستاني امنیتي ځواکونو ورته بریدونه کړي او مرګژوبله یې وراړولې ده.






