ټرمپ خپله خواله رسنۍ فعاله کړه

د ډونالډ ټرمپ خواله رسنۍ ټروت سوشل 'رښتیا خواله ' د امریکا اپل اپ له لارې په محدوده کچه فعالیت پیل کړی دی. ماهرین وايي، دا اپلکشن ټویټر ته ورته والی لري.

د یادونې ده، چې ټویټر، فېسبوک او یو ټیوب پروسږ کال پر ښاغلي ټرمپ بندیزونه ولګول.

بل لور ویل کېږي، چې یو شمېر هغه نوي کاروونکي چې غوښتل یې د ښاغلي ټرمپ لخوا نوي رامنځته شوي اپلکشن سره خپل نومونه ثبت کړي، له ستونزو سره مخامخ شوي دي.

د دې پروژې مشري پخوانی کانګرېس غړی ډېوین نونیس کوي او وايي، د مارچ میاشتې تر پایه پورې به په بشپړه توګه فعالیت پیل کړي.

تېره اونۍ کشر ډونالډ ټرمپ د خپل پلار د لومړي ''رښتیا '' سکرین شاټ خپور کړ، چې پکې لیکل شوي: ''چمتو اوسئ، ستاسو د خوښې ولسمشر به ژر له تاسو سره وویني. ''

ماهرینو بیا د نور ورته والي په ګډون د 'لایک، شریکولو او ځوابولو ' برخې په ګوته کړې دي، چې د ډونلډ ټرمپ تکنالوژي شرکت ټي ایم ټي جې له لوري فعال شوي دې نوي اپلکشن او مشهورې خواله رسنۍ ټویټر تر منځ ورته والی لري.

ښاغلی نونیس وايي، ټروت سوشل به له سانسوره ازاده تجربه وي، خو په اپ سټور یا ګوګل پلې کې فعال هر اپلیکشن له اصولو سره مخالفه محتوا لېرې کېږي.

د امریکا له ولسمشریزو ټاکنو وروسته د ښاغلي ټرمپ پلویانو ډلو د امریکا پر کانګرېس ودانۍ یرغل وکړ او له هغه وروسته د ټویټر او فېسبوک په څېر لویو خواله رسنیو پر نوموړي بندیزونه ولګول یا یې پر خپلو پاڼو د ده حسابونه وتړل.

ښاغلي ټرمپ او سلاکارانو یې له هغه راهیسې څو ځله اشارتاً ویلي و چې د خپلې خواله رسنۍ فعالیت پیلول غواړي.

نوموړي د تېر کال پیل کې د ډونلډ جي ټرمپ له پاڼې د خپل نظر څرګندول پیل کړل، خو معمولاً دا د یوه بلاګ په توګه بلل کېده. هغه پاڼه هم له پیلېدو یوه میاشت وروسته په مستقل ډول وتړل شوه.