تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ؛ نن او پرون
- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي لندن
د فبرورۍ میاشتې ۲۱ ورځ د ملګرو ملتونو ادارې یونیسکو په غوښتنه د مورنۍ ژبې نړیوالې ورځې په توګه په رسمیت پېژندل شوې او هر کال په دې موخه چې حکومتونه، کورنۍ او ادارې د مورنۍ ژبې ارزښت ته وهڅوي لمانځل کېږي.
د دې ورځې لمانځلو بله موخه د هغو لږکیو د ژبو ژغورنه ده چې د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ۲۰۱۰ کال کې یو پرېکړه لیک تصویب کړ، چې له مخې یې هر کال د فبرورۍ میاشتې ۲۱ مه نېټه د مورنۍ ژبې نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي.
له دې نژدې یوه لسیزه مخکې د بنګله دېش خلکو د ملګرو ملتونو هغه مهال عمومي منشي کوفي عنان ته په یوه لیک کې د دې ورځې لمانځلو غوښتنه کړې وه.
خو په مورنۍ ژبه د لیک، لوست او ودې غوښتنې مبارزه له دې ډېر مخکې د بنګله دېش خلکو پیل کړه.
د محمد علي جناح وینا
د پاکستان له رامنځته کېدو څه موده وروسته د دې نوي هېواد موسس او ګورنر جنرل محمد علي جناح د اوسني بنګله دېش پلازمېنه ډهاکه کې چې هغه وخت ختیځ پاکستان بلل کېده، یوې غونډې ته وینا کې وویل:
''اردو او یوازې اردو به د پاکستان رسمي ژبه وي. ''
نه یوازې د هغې غونډې ګډونوالو د ښاغلي جناح پر دې څرګندونو سخت غبرګون څرګند کړ، بلکې له هغه وروسته د بنګله دېش اوسېدونکو پراخ احتجاجونه وکړل، چې د ډهاکې پوهنتون یې مرکز و.
بنګالیان اندېښمن وو، چې که پر دوی بله ژبه وتپل شي، نه یوازې دا چې راتلونکي نسلونه به یې په خپله مورنۍ ژبه له زدکړو محروم پاتې شي، بلکې خپله بنګله ژبه به هم له منځه لاړه شي.
بل لور پاکستان حکومت د اردو رسمي کولو پر دریځ ټینګ پاتې شو او د محمد علي جناح له وفات وروسته د پاکستان اسمبلۍ د ۱۹۵۲ کال په جنورۍ کې د بنګله ژبې پر ځای چې د اکثریت ژبه وه، اردو د پاکستان رسمي ژبې په توګه ومنله.
له هغه وروسته د احتجاجونو، لاریونونو او مظاهرو یوه لړۍ پيل شوه، چې په همدې کال پاکستاني امنیتي ځواکونو د فبرورۍ پر ۲۱ مه په ډهاکه پوهنتون کې د مورنۍ ژبې پر حق غوښتونکو مظاهره کوونکو ډزې وکړې، چې ډېری قربانیان یې محصلین وو.
له هغې پېښې څلور کاله وروسته بنګله ژبه په رسمیت وپېژندل شوه، خو ښايي ناوخته شوي وو، ځکه هغه لړۍ چې د مورنۍ ژبې حق غوښتنې لپاره پیل شوې وه، نه یوازې و نه درېده، بلکې تر هغې یې دوام وکړ، چې ۱۹ کاله وروسته بنګله دېش له پاکستانه بېل او د یوه ځانګړي هېواد په توګه د نړۍ پر نقشه رادبره شو.
بنګله دېش کې خلک هر کال د فبرورۍ ۲۱ د هغو شهیدانو ورځې په توګه لمانځي چې د مورنۍ ژبې حق غوښتنې په پار یې مبارزه پیل کړې وه.
د پښتو نن او سبا
د شلمې پیړۍ په پیل کې ګومان کېده په نړۍ کې به له زرو ډېرې ژبې نه وي، خو د وخت په تېرېدو، د څېړنو او د معلوماتو په زیاتېدو خلک پوه شول چې په نړۍ کې په زرګونو ژبې دي چې ځینې یې لږ او ځینې یې ډېر ویونکي لري.
د پېښور اسلامیه کالج پښتو څانګې مشر پروفیسر اباسین یوسفزی وايي، د پښتو ژبې ودې او پرمختګ لپاره د نوي کول لېوالتیا، د ادبیاتو مینه والو هلې ځلې او د خواله رسنیو رول پر خپل ځای، خو تر څو چې ژبه د نصاب برخه نه شي، په محکمه او بازار (اقتصاد) کې اهیمت و نه مومي ودې او پرمختګ ته یې ډېره هیله مندي نه شته.
نوموړی وايي:
''ولس کې د ژبې پرمختګ بیداري شته، لوستي ځوانان له نورې نړۍ هم په خپله ژبه کې د زدکړو لپاره الهام اخلي، شاعرانو او لیکوالو خو هسې هم دې لړ کې د (مبارزې لپاره) ملاتړلې، خو تر څو چې ژبه د نصاب برخه نه شي، د سوداګرۍ ژبه نه شي، په قضا کې یې ونډه جوته نه شي او د دې لپاره د واکمنو، سیاستوالو او ادیبانو په ګډون مشترکې هڅې و نه شي، ژبه پرمختګ نه کوي. ''
د ښاغلی یوسفزي په وینا د خیبر پښتونخوا حکومتونو کلتور ریاستونه او دغه راز پښتو اکاډیمۍ هغومره وسایل نه لري، نه یې هم داسې فعالیتونه کړي، چې پر مټ یې ژبه خپل ځای ومومي او دغه راز په ښوونځیو کې د پښتو ژبې لازمي کولو مخکیني اعلان شوي اقدامات هم نه دي عملي شوي.
په همدې لړ کې د پښتو په هکله د خیبر پښتونخوا باچا خان پوهنتون استاد محب وزیر بیا وايي، که څه هم زموږ سیمه د تاریخ په اوږدو کې د تاړاکونو او یرغلونو ښکار وه، چې ''له کبله یې زموږ د مورنۍ ژبې وده او پراختیا هم اغېزمنه شوې، '' خو نوموړی وايي، اوسمهال د پښتو ودې او پراختیا ته هیله من دی.
ښاغلي وزیر زیاتوي:
''زه فکر نه کوم چې پښتو په پاکستان کې له خطر سره مخامخ نه ده، ځکه د پاکستان نورو ژبو پرتله چې موږ د پښتو د ودې او پرمختګ رفتار ته ګورو، نو ما ته پښتو له ټولو مخکښه ښکاري. ''
ښاغلی وزیر وايي، د پښتو لیک، لوست دودولو هڅو کې د خدايي خدمتګارو هڅې او بیا تر پنځم ټولګي پورې د پښتونخوا په ښوونځیو کې د پښتو لازمي مضمون له کبله نوی کول له خپلې مورنۍ ژبې سره تر ډېره حده اشنا شول، چې په وینا یې اوس د پښتو لیک، لوست لړۍ تر کالجونو او پوهنتونونو پورې رسېدلې ده او اکاډیمۍ یې فعالې دي.
ښاغلی وزیر زیاتوي، پښتو د افغانستان په بڼه یو ریاست ''هېواد '' لري او له دې کبله هم د ''اندېښنې هېڅ خبره نه شته. ''
په نړیواله کچه څېړنې ښيي چې په نړۍ کې خلک په شاوخوا ۶۵۰۰ بېلابېلو ژبو خبرې کوي چې له ډلې یې اوس ځينې ان د ګوتو په شمېر ویونکي لري.
تر ټولو ډېر خلک بیا په ماندرین 'چینایي ' ژبه غږېږي چې شمېر یې له ۱.۲ میلیاردو خلکو اوړي.
همدارنګه اسپانوي، انګریزي، هندي، عربي، پورتګالي، بنګالي، روسي او جاپاني بیا په ترتیب تر ټولو ډېر ویونکي لري.