بورېس جانسن: روسیه اروپا کې د لویې جګړې پیلولو پلان لري

د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن ویلي، روسیه په اروپا کې د یوې داسې پراخې جګړې پیلولو پلان لري چې له ۱۹۴۵ کال راهیسې نه ده لیدل شوې.

نوموړي له بي بي سي سره ځانګړي مرکه کې ویلي، داسې نښې نښانۍ شته چې د دې پلان پلي کول وار د مخه پیل شوي دي.

د ښاغلي جانسن په وینا، استخباراتي مالومات ښیي چې روسیه غواړي پر اوکرایین له یرغل کولو وروسته د دې هېواد پلازمېنه کیو ښار محاصره کړي.

د هغه په وینا، خلک باید په دې پوه شي چې دا ډول احتمالي جګړه به په لویه کچه د سر زیان واړوي.

بورېس جانس او د نړۍ یو شمېر نور مشران دا وخت د جرمني په میونیخ کې د نړیوال امنیتي کنفرانس لپاره راټول شوي، او اوکرایین کې روان وضعیت د دې ناستې یوه مهمه اجنډا ده.

د امریکا حکومت اټکل کوي چې دا مهال له ۱۷۰ زره تر ۱۹۰ زرو روسي پوځیان د اوکرایین پولو ته نږدې ځای پر ځای شوي دي.

خو روسیه دا ادعاوې بیا بیا ردوي او ټینګار کوي چې پر اوکرایین د برید او یا هم اروپا کې د جګړې پیلولو هوډ نه لري.

د جي-۷ هېوادونو اندېښنه

د شنبې پر ورځ د اوو سترو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپايي ټولنې استازو په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي چې د اوکرایین له پولو سره نژدي د روسي پوځي تاسیساتو او روسیې پوځیانو د شتون له امله په جدي توګه اندېښمن دي.

د کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، بریتانیا او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو او اروپايي ټولنې استازو ویلي چې د روسیې لخوا په کریمیا او بلاروس کې د پوځیانو ځای پرځای کول جواز نه لري او د نړیوال امنیت او نظم پر وړاندې یوه ننګونه ده.

د اوو ستور صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو لخوا په خپره شوې اعلامیه کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر وېبپاڼې هم خپره شوې راغلي چې د سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته دا تر ټولو ډېر شمېر روسي پوځیان دي چې د اوکرایین له پولو سره ځای پرځای شوي دي.

دغه راز پر روسیې غږ شوی چې د کړکېچ د کمولو لپاره د دیپلوماسۍ لاره غوره کړي، خپل پوځیان له سیمې په شاه کړي او په بشپړه توګه نړیوالو ژمنو ته ژمن پاتي شي چې د پوځي اقداماتو کمول هم په کې شامل دي.

د اوو سترو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او اروپايي ټولنې استازو روسیې ته وړاندیز کړی چې د لومړي ګام په توګه د اوکرایین له پولو سره نژدي د خپلو پوځي اقداماتو د کمولو اعلان وکړي او دوی ته دا زمینه برابره کړي چې د روسیې د کړنو له مخې د روسیې په اړه قضاوت وکړي.

خپره شوې اعلامیه زیاتوي چې دوی نه یوازې د روان کړکېچ د سوله ییز حل لپاره دیپلوماتیکو خبرو ته ژمن دي بلکې له روسیې سره د امنیت، خطرونو د کمولو، روڼوالي، باور جوړونې او وسلو د کنټرول په برخه کې دوه اړخیزو دیپلوماتیک خبرو ته هم چمتو دي.

په اعلامیه کې یو ځل بیا روسیې ته خبرداری هم ورکړل شوی او ویل شوي چې روسیه باید په دې کې شک ونه لري چې پر اوکرایین پوځي یرغل به پر روسیې د اوو ستر صنعتي هېوادونو لخوا د اقتصادي او مالي بندیزونو په ګډون د پراخو همغږو بندیزونو لامل شي.

زیلینسکي: اوکرایین به پاروونکو اقداماتو ته ځواب ورنه کړي

د اوکرايين ولسمشر ویلادمیر زيلينسکي د جرمني په مونیخ کې امنیتي غونډې ته په وینا کې ښاغلي زیلنسیکي ویل د روسیې لخوا پاروونکو اعمالو ته به غبرګون ونه ښايي خو د روسیې لخوا د یرغل په صورت کې به د ځان دفاع وکړي.

نوموړي دغه څرګندونې په داسې مهال وکړې چې په درېیمه ورځ هم د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو او اوکرایین د پوځ ترمنځ د ډنباس په نامه سیمه کې شخړې وشوې.

ښاعلي زيلينسکي ويلي، "د يوه داسې ولسمشر په توګه چې د خپلې خاورې ځينې برخې او په زرګونو خلک يې له لاسه ورکړي، پر پوله يې ۱۵۰ زره روسي سرتېري، نظامي تجهيزات، درنې وسلې پرتې دي، ځواب څرګند دی، د نړۍ امنيتي جوړښت نازک دی، دا نوي کولو ته اړتيا لري. هغه مقررات چې نړۍ لسګونه کاله مخکې پرې هوکړه کړې وه اوس نور نه پلي کېږی. د اروپا او ټولې نړۍ امنيتي جوړښت نژدې له منځه تللی، اوس دا ډېره ناوخته ده چې د هغې په سمولو غور وشي، پر ځای يې د نوي سيستم د جوړولو وخت دی."

ښاغلي زيلينسکي زياته کړه چې "له اوکرايين سره د ريښتينې مرسته لپاره اړتيا نشته چې هر وخت د يرغل احتمالي نېټې په اړه خبري وشي. موږ به د فبرورۍ پر ۱۶، د مارچ ۱ او د ډسمبر پر ۳۱ له خپلې خاورې دفاع کوو".

وړاندې د جګړې لومړۍ کرښې ته د سفر پرمهال د اوکرایین د کورنیو چارو پر وزیر ډزې وشوې چې په ترڅ کې یې دوه اوکراییني پوځیان ووژل شول.

ښاغلي زیلنسکي له لوېدیځو هېوادونو غوښتنه وکړه چې د دغسې کړنو مخه ونیسي او غواړي په دې هکله روښانه ځواب ترلاسه کړي چې اوکرایین ته به په ناټو او اروپايي ټولنې کې د ورګډېدو اجازه ورکړل شي او کنه. د هغه په وینا د تقریبا مات شوي نړیوال امنیتي سیستم رغولو په برخه کې ډاډ ته اړتیا ده.

بل پلوه د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین وايي، د اوکرایین په ختیځ کې وضعیت مخ په خرابېدو دی. نوموړی وايي، هیله من دی چې له لویدیځوالو مشرانو سره پر دې موضوع وغږېږي، خو په وینا یې د روسیې امنیتي اندېښنې له پامه غورځول شوې دي.