بایډن وايي، دی ګومان کوي چې پوتین به پر اوکرایین برید وکړي

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، دی ګومان کوي د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین به پر اوکرایین 'یرغل ' وکړي، خو په وینا یې 'بشپړه جګړه ' به و نه غواړي.

اوکرایین کې د روسیې مداخلې په هکله یوې پوښتنې ته ځواب کې ښاغلي بایډن وویل:

''زه ګومان کوم دی (ولسمشر پوتین) به مداخله وکړي، دی به یو څه کوي. ''

خو ښاغلي بایډن خبرداری ورکړ چې د روسیې ولسمشر به د لویدیځوالو 'ازمایلو ' بدل کې 'جدي او لوړه بیه ' پرې کړي.

مسکو په اوکرایین کې مداخله یا پر دغه هېواد د برید پلان ردوي، خو پر پولو یې لوی پوځي ځواک ځای پر ځای کړی دی، چې د اټکلونو له مخې شمېر یې ۱۰۰ زره پوځيانو ته رسېږي.

په دې خبري غونډه کې د خبریالانو له هغو پوښتنو وروسته چې ایا امریکا به پر اوکرایین د روسې یوه کوچني یرغل ته اجازه ورکړي؟ سپینې ماڼۍ د ولسمشر بایډن د خبرو په تړاو یو تشریحي بیان د امریکا دریځ څرګند کړ.

د چهارشنبې پر شپه د سپینې ماڼۍ ویاندې جین څاکي په دې هکله وویل:

''که د روسیې پوځي ځواکونه د اوکرایین له پولې تېر شول، دا یوه نوې مداخله ده او د امریکا او متحدینو له لوري به له چټک، سخت او یو موټي غبرګون سره به مخامخ شي. ''

روسیه د اوکرایین په تړاو له لویدیځوالو یو شمېر غوښتنې لري.

دې کې یوه غوښتنه دا ده، چې اوکرایین ته به هیڅکله د ناټو سازمان غړیتوب نه ورکول کېږي او دغه پوځي اتحاد به خپل ټول فعالیتونه د پولنډ په ګډون یوازې تر غړو هېوادونو پورې محدود ساتي.

تېره اونۍ د لویدیځوالو حکومتونو او روسیې تر منځ پر دې موضوع خبرې د روسیې ځینې غوښتنو له رد کېدو وروسته ناکامې پاتې شوې.

بل لور د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن چې پرون اوکرایین ته په سفر لاړ، پر روسيې غږ کړی چې د اوکرايين مسله کې له ډيپلوماتيکې او سوله ييزې لارې کار واخلي.

ښاغلی بلېنکن به د جمعې پر ورځې له خپل روسيې سيال سره په ژينوا کې وګوري.

نوموړی به له دې وروسته د جرمني په برلین کې له خپلو بریتانوي، فرانسوي او جرمن سیالانو سره وویني.