پښتونخوا کې پر امنيتي پوسته بريد کې پنځه پاکستاني پوځيان وژل شوي

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو څانګې (ای اېس پي ار) وايي د خيبر پښتونخوا په کرمه کې له افغان لوري د وسله والو بريد کې پنځه پاکستاني پوځيان وژل شوي دي.

دوی وايي په ځوابي ډزو کې يې وسله والو ته درنه مرګژوبله اړولې ده. پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) په يوه بيان کې د دې پېښې مسووليت منلی دی.

پاکستانی پوځ وايي وسله والو د کرمې قمرخېل سيمې پر امنيتي پوسته چې د افغانستان له خوست ولايت سره نژدې پرته بريد کړی دی.

خو طالبانو د افغانستان له خاورې د وسله والو لخوا د ډزو خبره رد کړې او د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي رویترز خبري اژانس ته ویلي، "موږ هېوادونو او په ځانګړې توګه ګاونډیو هېوادونو ته ډاډ ورکو چې هېچا ته به اجازه ورنکړل شي چې د افغانستان خاوره د هغوی پرضد وکاروي".

د يادونې وړ ده چې د تېر کال په نومبر او ډسمبر مياشتو کې د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو تر منځ خبرې شوې وې او په يوه مياشتني اوربند هوکړه وشوه.

د پاکستاني پوځ له خوا په تازه خپاره شوي بيان کې د افغانستان له اوسنی حکومت (طالبانو) غوښتنه شوې چې په راتلونکې کې د دې ډول پېښو مخه دې ونيول شي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير شيخ رشيد هم په دې اړه خپاره شوي بيان کې ويلي چې د طالبانو حکومت دې د خپلې ژمنې سره سم د کرښې په اوږدو کې د ترهګريزو فعاليتونو مخنيوی وکړي.

تر دې وړاندې له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې شيخ رشيد ويلي وو، "اوس داسې ښکاري چې پاکستاني طالبان د افغان طالبانو خبره نه مني او کېدی شي چې په راتلونکو میاشتو کې به په ټول هېواد کې د "ترهګرۍ" پېښې زياتې شي".

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې په پاکستان کې په بريدونو او د هدفي وژنو پېښو کې زياتوالی راغلی دی. امنيتي ځواکونه نه يوازې په سرحدي سيمو بلکې په لویو ښارونو کې هم په نښه کېږي.

پلازمېنه اسلام اباد کې هم پر پوليسو برید شوی و او د لاهور په انارکلي بازار کې چاودنې دوه کسان وژلي وو.

بل پلو په بلوچستان کې د پوځ پر دوو مرکزونو بریدونو کې د نهو پاکستاني پوځيانو په ګډون ۲۰ وسله وال وژل شوي وو.

د دغو بريدونو مسووليت د بلوڅانو د ازادۍ غورځنګ (بلوچ لېبرېشن ارمي) منلی و.