تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسټرالیا واکسین شویو مساپرو ته خپلې پولې پرانیزي
په تېرو دوو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې اسټرالیا واکسین شویو سیلانیانو او نورو ویزه لرونکو ته خپلې پولې پرانیزي.
د دغه هېواد لومړي وزیر سکات موریسن ویلي چې "که واکسین شوي یاست، موږ په بې صبرې ستاسې د راګرځېدو انتظار کوو. "
د پولو پرانستل به د فبرورۍ میاشت پر ۲۱ وي چې په اسټرالیا کې د نړیوالو محصلینو په ګډون به ډېرو ته ښه زېری وي.
د ۲۰۲۰ ګال مارچ میاشت کې دغه هېواد خپلې پولې کلکې وتړلې او د جدي سرحدي محدودیتونو په لګولو د بهرنیانو ورتګ منع کړای شو.
د تېر کال ډسمبر میاشتې څخه یوازې ځینو نړیوالو زدکوونکو او ماهرو کډوالو ته د ورتلو اجازه وه.
پر دوشنبه ښاغلي موریسن وویل هغه کسان چې د پولو د پرانیستل کېدو پر مهال اسټرالیا ته ننوځي، باید د کورونا واکسین اسناد ولري. ده ټینګار وکړ چې دا قانون دی او له ټولو تمه لري چې پلی یې کړي.
د کورونا وبا تر خپرېدو وروسته اسټرالیا دومره کلک بندیزونه لګولي ول چې آن تېر کال یې د خپل هېواد وګړو ته د وتلو اجازه نه ورکوله.
د جان هاپکنز پوهنتون معلومات ښيي چې دغه هېواد کې تراوسه تر ۲ میلیون او ۷۰۰ زره ډېر خلک په کورونا ویروس اخته شوي او ۴ زره ۲۴۸ ترې مړه شوي دي.
اوس کابو ۸۰ سلنه اسټرالیایان په بشپړ ډول واکسین شوي دي.