کورونا؛ د اسټرالیا نیمایي وګړي بیا قرنطین شول؛ خلک حکومت ته غوسه دي

د اسټرالیا د نفوس نیمايي، یانې ۱۳ میلیونه خلک د کوویډ- ۱۹ د خپرېدو له امله یو ځل بیا قرنطین کېږي، په دغه هېواد کې غوسه د ډېريدو په حال کې ده.

دریم ایالت سویلي اسټرالیا له ویکټوریا او د نوي سویلي ویلیز له ځینو برخو سره یو ځای د سې شنبې په ورځ قرنطین شو.

د اسټرالیا د نفوس له ۱۴ سلنه لږ خلک واکسین شوي دي چې دا د همکارۍ او اقتصادي پراختیا سازمان هېوادونو په منځ کې تر ټولو ټیټه شمېره ده.

د اسټرالیا دوه لوی ښارونه، سیډني او میلبرون د هغو ځایونو له ډلې څخه دي چې تر اوسه مالومه نه ده کله به پرانیستل کېږي.

ګڼ شمېر کسانو په دې اړه چې د وبا له خپرېدو ۱۸ میاشتې وروسته هم د سخت او شدید قرنطین له ګواښ سره مخ دي، غوسه څرګنده کړې ده.

په بریتانیا او امریکا کې بیا پرانیستل کېدو د استرالیا پر فدرالي دولت فشار ډېر کړی دی.

پر لومړي وزیر سکاټ موریسن د واکسین د دغې ټیټې کچې له امله تندې نیوکې شوې دي، خو تر اوسه یې هم بښنې غوښتلو پر وړاندې مقاومت کړی دی.

هغه د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "هیڅ یو هېواد د وبا پر وړاندې ۱۰۰ مبارزه نه ده کړې. زه فکر کوم په دې اسټرالیایان هم پوهېږي. "

هغه یو ځل بیا د اسټرالیا هغې بریا ته اشاره وکړه چې د ګڼ شمېر هېوادونو په منځ کې یې په وېروس د اخته کېدو کچه ټیټه ساتلې ده.

تر اوسه په دغه هېواد کې یواځې د ۹۱۵ کسانو مړینه ثبت شوې ده.

ښاغلي موریسن زیاته کړه چې په بریتانیا کې یواځې د سې شنبې پر ورځ په یوه ورځ کې ۹۰ مړي ثبت شول.

د کارګر ګوند مخکښ غړي جیم کامرس وویل: "دا یو داسې لومړی وزیر دی چې د خلکو په زیانمن کېدو پرده اچوي. "

تر دې وروستیو پورې اسټرالیا د خپلو پولو د تړل کېدو، د قرنطین د پروګرامونو او د بېړنیو محدودیتونو د لګولو په اړه د ستراتیژي په درلودلو سره ستایل کېدله.

خو په دې وروستیو میاشتو کې د کورونا دلتا بڼې دغه ډول دفاعي هڅې ننګولې دي.

د استرالیا په لوی ښار سیډني کې د وېروس په خپرېدو سره تر ۱۵۰۰ ډېر کسان په کورونا اخته شوي دي.

چارواکو د چهارشنبې پر ورځ د ۱۱۰ نویو قضیو د ثبت راپور ورکړ، په داسې حال کې چې په دغه ښار کې د قرنطین د لګېدو څلورمه اونۍ کېږي.

ښاریان باید له سودا پیرودلو، تمرین او نورو اړینو دلایلو پرته له کورونو څخه د باندې و نه وځي.

له هغې وروسته چې یو موډل وښوده چې په دغه ښار کې به د قضیو له منځه وړل په میاشتو وخت ونیسي، اوس داسې وېره شته چې ګنې د سیډني قرنطین به تر سیپتمبر میاشتې دوام وکړي.

له هغې وروسته چې په سویلي اسټرالیا کې د کرونا دلتا بڼې قضیې ثبت شوې، د دغه ایالت وګړي به د اوو ورځو لپاره په کورونو کې پاتې شي.

ویکټوریا چې د چهارشنبې پر ورځ پکې ۲۲ نوې قضیې ثبت شوې، لږ تر لږه به تر سې شنبې پورې قرنطین وي.

اسټرالیايي چارواکي تر هغې د کورونا له منځه وړلو ته ژمن دي چې د دغه هېواد ډېری برخه واکسین شوې نه وي.

نیوکه کوونکي وايي د استرا زینکا د واکسینو له امله د وینې د ډېر ټینګښت کېدو په اړه ناسم تبلیغات د دې لامل شوي چې خلک د دغه واکسین اخیستلو ته لېوالتیا نه ښيي.

اسټرالیا د فایزر شرکت لخوا دغه هېواد ته د واکسین پر چمتو کولو محدودیت لګولی چې دغه شرکت اسټرالیا ته د واکسینو د چمتو کولو اجازه هم لري.