تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسټرالیا کې د کورونا وېروس ضد واکسین ازمېښت پیل شو
په اسټرالیا کې ساینسپوهانو د کورونا وېروس ضد دوه واکسینونو لابراتوار کې پر حیواناتو ازمېښت پیل کړی، او که یې پایلې بریالۍ وې نو دا به یو لوی نړیوال پرمختګ وي.
دا واکسین په اصل کې د اکسفورډ پوهنتون او د اېنویو په نامه امریکایي شرکت جوړ کړي، او د روغتیا نړیوال سازمان یې به لابراتوار کې پر حیواناتو د ازمېیلو اجازه ورکړې ده.
دا واکسین اوس لپاره پر نولي یا موش خرما ازمېیل کېږي، ځکه ویل کېږي چې دا حیوان هم د انسانانو په څېر په کورونا وېروس اخته کېدلی شي.
اوس به یې د اسټرالیا د سایسن ملي اداره پایلې ګوري او بیا به پرېکړه کوي چې ایا د انسانانو لپاره هم خوندي دي که نه.
تېره میاشت امریکا کې هم یو واکسین پر انسان ازمېیل شوی و، خو د اصولو له مخې لومړی پر حیواناتو د ازمېښت له پړاو نه و تېر شوی.
د نړۍ په نورو برخو کې هم دا مهال د کورونا وېرس ضد واکسین باندې په خورا چټکۍ کار روان دی.
اسټرالیا کې څېړونکي وایي، تر دې پړاوه رسېدو لپاره په نړیواله کچه همکاري شوې او په ډېره چټکۍ دا چاره پر مخ تللې، چې پخوا یې بېلګه نه ده لیدل شوې.
دوی وایي، هغه مراحل چې عموماً یو یا دوه کاله وخت نیسي، دوی په دوه میاشتو کې بشپړ کړي دي.
ساینس پوهان وایي، دوی تمه لري چې تر جون میاشتې لومړۍ پایلې ترلاسه کړي. که یې پایلې بریالۍ وې نو بیا به د نړۍ په نورو برخو کې هم دا واکسین په لابراتوارونو کې ازمېیل کېږي.
له هغه وروسته به پر دې کار کېږي چې دا واکسین یا درمل عام بازار ته څرنګه وړاندې شي. خو کارپوهان خبرداری ورکوي چې دا ټوله چاره شاوخووا اتلس میاشتې وخت نیولی شي.
هغه واکسین چې د اکسفورډ پوهنتون جوړ کړی باید له نولي پرته پر یو بل حیوان هم و ازمېیل شي او بیا یې داړه پایلې سره پرتله شي.