مایک پينس: ډونلډ ټرمپ تېروتنه کړې

Mike Pence on 6 January 2021

د عکس سرچینه، Reuters

د امریکا متحدو ایالتونو د پخواني ولسمشر مرستیال مایک پينس وايي، ډونلډ ټرمپ په هغه ادعا کې تېروتنه کړې، چې ګواکې کولای یې شوای، د خپلې بریا لپاره د ټاکنو پایلې بدلې کړي.

بل لور جمهوریتپال ګوند د جنورۍ پر شپږمه د امریکا کانګرېس پر ودانۍ د یرغل پېښې په تړاو د خپلو دوو مهمو پارلمان غړو د تحقیق مخه نیولې.

لیز چیني او ادام کینزینګر د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کې د کانګرېس پر ودانۍ د بلواګرو یرغل په هکله پلټونکې کومېټه کې شامل یوازیني جمهوریتپال غړي دي.

د یاد ګوند په یوه اعلامیه کې دواړه غړي د ''عادي وګړو '' قضايي تعقیب کې په مرسته تورن شوي چې د ''مشروع سیاسي خبرو کې د ګډون په حال کې وو. ''

د ښاغلي ټرمپ پلویانو د امریکا پر کانګرېس ودانۍ داسې حال کې یرغل کړی و، چې دغه ادارې د ۲۰۲۱ کال جنورۍ پر شپږمه د امریکا ولسمشریزو ټاکنو نهايي کولو او د جو بایډن بریا قانوني تایید ته چمتوالی کاوه.

هغه یرغل کې څلور کسان وژل شوي وو او یو پولیس افسر چې له ودانۍ یې د دفاع لړ کې سکته وکړه، دوې ورځې وروسته ومړ.

د کومېټې دیموکرات مشره لیز بیا د دې اعلامیې په هکله وايي، ''داسې ښکاري جمهوریتپال ګوند باور لري چې پر کانګرېس ودانۍ یرغل کوونکي په سیاسي خبرو کې د ګډون لپاره هلته تللی وو، حال دا چې مشروع سیاسي خبرې له تاوتریخوالي سره هېڅ اړیکه نه لري. ''

جمهوریتپال وايي، د دواړو غړو له غړیتوب لغوه کولو پرته به ورسره ملاتړ غوڅ کړي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، جمهوریتپال وايي، د دواړو غړو له غړیتوب لغوه کولو پرته به ورسره ملاتړ غوڅ کړي.

رپوټونو کې ویل شوي، دا پرېکړه د جمهوریتپال ګوند په ژمنۍ غونډه کې د حاضرو ۱۶۸ غړو د رایو په اکثریت تایید کړه.

د جمهوریتپالو په غونډه کې ویل شوي، د دې رایې له مخې به د ګوند له دواړو غړو سره د دوی د ګوندي غړیتوب له لغوه کولو پرته ملاتړ ختم شي.

دواړو استازو د دې اعلامیې له خپرېدو مخکې له خپل لوري په دې هکله څرګندونې کړې.

د لیز چیني په اعلامیه کې په دې هکله ویل شوي، ''د جمهوریتپال ګوند مشرانو پخپله ځانونه د داسې یوه سړي یرغمل کړي چې ګومان یې کاوه، د ټاکنو پایلې به بدلې کړې او یرغلګر به چې ځینې په دسیسه او شرخوښۍ تورن دي، وبښي. ''

د ګوند یوه بل غړي میټ رامني بیا د دې دواړو کسانو ملاتړ کړی او په وینا یې ''ګوند ته ځکه شرم پکار دی، چې د رښتیا موندلو ته لیوال کسان سانسوروي. ''

ما حق نه درلود

د فلوریډا په اورلانډو کې د خبرو پر مهال مایک پينس د پخواني ولسمشر د ادعا په غبرګون کې وویل، ښاغلي ټرمپ ناسمه خبره کوله چې ګواکې جو بایډن له دې ''بریا تروړلې ده. ''

ښاغلی ټرمپ ادعا کړې چې که مایک پينس غوښتلای د ده په ګټه یې د ټاکنو پایله بدلولای شوای.

ښاغلی ټرمپ وايي، ټاکل شوې کومېټه باید پر کانګرېس ودانۍ د یرغل کوونکو پر ځای له ښاغلي پنس پوښتنې ګروېږنې وکړي.

خو ښاغلی پنس بیا وايي: ''ډونلډ ټرمپ تېروتنه کوي. ما د ټاکنو پایلو بدلولو هېڅ حق نه درلود. ولسمشري د امریکا په خلکو پورې تړاو لري. نوموړی زیاتوي: کله چې ۲۰۲۴ کال کې موږ بریالي شو د اوسني ولسمشر مرستیاله کاملا هریس به هم د ټاکنو پایلو بدلولو حق نه لري. ''