هندي چارواکي وايي، سږ کال ډیجیټل روپۍ بازار ته وړاندې کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند مالیې وزیره وايي، هېواد به یې سږ کال د روپۍ ډیجیټل بڼه بازار ته وړاندې کړي.
د بودیجې په هکله کلنۍ وینا کې د هند اقتصاد وزیرې نرمالا سیتارامن وویل، حکومت له ډیجیټل پانګې د ۳۰ سلنې مالیې اخیستو پروګرام هم لري.
له هغه وروسته چې چین د 'یوان ' ډیجیټل بڼه مالي بازار ته وړاندې کړه، هند وروستی هېواد دی، چې دغه ډول مجازي کرنسي وړاندې کوي.
اغلې سیتارامن د سې شنبې پر ورځ په دې هکله وویل:
''د مرکزي بانک ډیجیټل کرنسي به ډیجیټل اقتصاد ته ښه ډېره وده ورکړي. دې سره به د پانګې مدیریت یو اسان او ارزان بیه نظام هم رامنځته شي. ''
نوموړې زیاتوي د ډیجیټل پانګې حجم او فریکوینسي ته په کتو سره د ځانګړو مالیو لړ کې د دې راکړه ورکړه، اړینه بلل کېږي.
چارواکي وايي، د ډیجیټل هغو پانګه لرونکو لپاره به د ډالۍ ورکړې په صورت کې هم مالیه ورکول اړین وي، چې د مالیې ورکولو وړتیا لرونکي بلل کېږي.
اغلې سیتارامن دا اعلان د هند کلنۍ بودیجې وړاندې کولو پر مهال کړی.
په بودیجه کې د کوچنیو کاروبارونو لپاره د پورونو کچې زیاتولو او دغه راز پر بنسټیزو پروژو د لګښت زیاتولو یادونه هم شوې ده.
د هند اقتصاد چې په اسیا کې درېیم تر ټولو پیاوړی بلل کېږي، د کورونا وبا له کبله سخت ځپل شوی، بې روزګاري ډېره شوې او د پیسو پاړسوب یا انفلاسیون کچه لوړه شوې ده.
دا پرېکړه چې د هند مرکزي بانک به ډیجیټل کرنسي وړاندې کړي، د هند هغې پالیسۍ سره هممهاله ده، چې وايي، ډېر بانک نوټونه به نه چاپوي.
له دې مخکې ۲۰۱۶ کال کې لومړي وزیر نرېندرا مودي د ۵۰۰ او ۱۰۰۰ روپیو کرنسي نوټونو بدلون لپاره د یوازې څلور اونیو فرصت اعلان کړی و.
بل لور چینايی چارواکو د ژمنیو اولمپیک لوبو له پیله مخکې د ډیجیټل یوان ازمویلو پریکړه کړې او د انټرنېټي کرنسي یا کریپټو کرنسي پر سوداګرۍ یا زېرمه کولو یې بندیز لګولی.
د کریپټو کرنسي ځینې سوداګرو بیا د هند له لوري د ډیجیټل کرنسي وړاندې کولو د اعلان هرکلی کړی دی.
د کواین ډي سي ایکس په نامه د کریپټو کرنسي اسعارو تبادلې هندي شرکت سمیت ګپتا بي بي سي ته وویل، دې نوښت سره ''مجازي ډیجیټل زېرمو قانوني حیثیت موندلی دی. ''
ښاغلی ګپتا زیاتوي پر دې ډول زېرمو مالیه لګول به بازار ته ګټه وکړي، خو په وینا یې کچه یې لوړه ده.










