چارواکو د یوه سوداګر په کور کې یو نیم میلیارد نغدې روپۍ موندلې

هند

د عکس سرچینه، ANI

د هند اترپردېش ایالت کانپور ښار کې چارواکي وايي، د یوه ځایي سوداګر له کوره یې نژدې یو نیم میلیارد نغدې روپۍ موندلې او ضبط کړې دي.

د هند ګمرکونو او مالیاتو ادارې 'سي بي ای سي ' چارواکي وايي، د ضبط شویو پیسو شمېرلو چاره روانه ده او وروسته به معلومه شي چې دې سوداګر څومره نغدې روپۍ په کور کې ساتلې وې.

د هند مالیې چارواکي د راتلونکي کال فبرورۍ له ټولټاکنو مخکې بېلا بېلو سیمو کې تالاشۍ کوي او د پریمانه پیسو موندل کېدو پېښې د سیاست او مالي فساد اړوند بحثونه راپورته کړي دي.

چارواکي وايي، دوی په کانپور او ګجرات کې دا پیسې د پیوش جین نومي سوداګر له کورونو، کارځایونو او پټرول پمپه ترلاسه کړې دي.

د سي بي ای سي ادارې مشر وویک جوهري ادعا کوي چې دا قضيه د مالي راکړې، ورکړې له ټګي برګي او جعلي اسنادو اړوند ده.

انکم ٹیکس ریڈ

د عکس سرچینه، ANI

چارواکي وايي، سوداګر پیوش جین د کنوج سیمې اوسېدونکی دی، د نژدې ۴۰ شرکتونو څښتن دی، چې دوه شرکتونه یې په منځني ختیځ کې هم ثبت کړي دي.

د سي بي ای سي مشر وویک جوهري وايي، د دوی معلومات ښيي چې د یاد سوداګر شرکتونو حکومت ته له مالیې ورکولو او رسید پرته راکړه ورکړه کوله.

بل لور د اې این ای خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د دې پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي.

ځینو رپوټونو کې سوداګر پیوش جین د سماج وادي سیاسي ګوند مشر اکهلیش یادیو له نژدې کسانو یو بلل شوی، خو د سماج وادي ګوند رسنیزې څانګې مشر اشیش یادیو په یوه ټویټر پیغام کې دا تورونه رد کړي دي.

نوموړی وايي، کانپور کې د یوه سوداګر پر جایدادونو چاپې له دوی سره هېڅ تړاو نه لري.