هند کې د ښوونځي نجونو حجاب موضوع پر سر ناندرۍ راپورته شوې

د هند سویلي کرناټک ایالت کې د زدکوونکو نجونو ټيکري پرسرولو موضوع تاوده بحثونه راپورته کړي دي.

د یوې ځايي لیسې شپږ پېغلې زدکوونکې نجونې وايي، دوی ته له څو اونیو راهیسې ځکه په ټولګي کې د کېناستو اجازه نه ورکول کېږي، چې د ټیکري پرسرولو ټینګار کوي.

لیسې منتظمین بیا وايي، له نجونو یې غوښتي چې په ټولګي کې دې ټیکري نه پرسروي، خو د لیسې په ودانۍ کې دننه یې پرسرولای شي.

د لیسې دا نجونې د نورو په څېر د کمیس، پرتوګ یونیفورم او یو کوچنی ټیکری چې 'دوپټه ' بلل کېږي، اغوندي، خو غواړي د سر ویښته هم پټ کړي.

د دې نجونو له ډلې یوه الماس اې ایچ نومېږي چې د بي بي سي هندي څانګې ته یې وویل: ''موږ یو شمېر نارینه ښوونکي لرو او د هغو پر وړاندې باید زموږ د سر ویښته هم پټ وي، له همدې کبله د حجاب اجازې غوښتنه کوو. ''

په هند کې د حجاب یا بورکې کاروول معمول دی، خو په دا وروستیو کلونو کې د دې هېواد یو شمېر مسلمانې او مسیحي ښځې شکایت کوي، چې له همدې کبله ګواښل کېږي.

د کرناټک ایالت ساحلي سیمې یوډوپي لیسې تازه ناندرۍ هم د دې لړۍ کړۍ بلل کېږي، چې ایالتي حکومت یې د لومړي وزیر نریندرا مودي د واکمن بي جي پي ګوند په لاس کې دي.

په دې لړ کې د یو شمېر هندو سخت دریځو مشرانو له کرکې ډکو څرګندونو د مذهبي ازادیو لړ کې د لږکیو اندېښنې لا پسې ډېرې کړې دي.

د لیسې منتظمینو په وینا د زدکوونکو نجونو ټیکري پرسرولو موضوع کې د 'سي پي ای ' نومي سخت دریځه ډلې محصلینو څانګې ښکېلتیا دا موضوع لا پسې پېچلې کړې ده.

بل لور اغلې الماس وايي، دا د سي پي ای تنظیم غړې نه ده، خو کله چې د لیسې له لوري په ټولګي کې د ټیکري نه پرسرولو ورته وویل شول، له دې تنظیم سره یې اړیکه نیولې ده.

د کرناټک ایالت پوهنې وزیر بي سي ناګیش بیا وايي، د پلټنې امر یې کړی دی، خو نوموړی دا یوه سیاسي مسئله بولي. دی وايي: ''دا ټول سیاست دی، دا هر څه ځکه کېږي چې راتلونکی کال ټاکنې کېږي. ''

نوموړی د پاپولر فرنټ اف انډیا سیاسي څانګې ته په اشارې سره وايي، چې دوی غواړي په ساحلي سیمو کې سیاسي ګټه ترلاسه کړي.

د لیسې مشر روډري ګوډا بیا تور پورې کوي چې دغه شپږ نجونې په لوی لاس غواړي ستونزې راپورته کړي، ځکه په وینا یې د لیسې نژدې ۷۰ نورې مسلمانې زدکوونکې د کالیو په برخه کې د لیسې له اصولو سره هیڅ ستونزه نه لري.

نوموړی وايي، په لومړي سر کې لس - دولسو نجونو غوښتل ټولګي کې ټیکري پر سر کړي، خو په وینا یې له ده یې له مېندو - پلرونو سره خبرې وکړې او اوس دا شمېر شپږ نجونو ته راټیټ شوی دی.

نوموړی وايي، د ښوونکي لپاره مهمه ده، چې د زدکوونکو مخونو ته وګوري، خو کالي باید ځکه یو ډول وي، چې په ښوونځي کې تبعیض رامنځته نه شي.

د سي پي ای یو مشر مسعود مانا بیا دې لړ کې وايي:

''په هیڅ یوه کتاب کې نه دي ویل شوي چې پر حجاب بندیز دی، بلکې موږ ته ویل شوي که د حجاب اجازه ورکړو، نور بیا غواړي چې د ژیړ رنګه څادره اجازه باید ورکړل شي. ''

د ښاغلي مسعود اشاره په ګاونډي ایالت کرناټکا کې د یوې لیسې له لوري هغه بندیز ته وه، چې د ښوونځي په ودانۍ کې د مسلمانو لپاره یې پر ټیکري او د هندوانو لپاره یې پر ژیړ رنګه څادره لګولی.