تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سروې: میلیونونه کسان د داسې ناروغیو له کبله مړه کېږي چې له درملو سره مقاومت کوي
د یوې سروې پایله کې ویل شوي، د ۲۰۱۹ کال اوږدو کې یو اعشاریه دوه میلیونه کسان د هغو میکروبونو 'بکټریا ' اغېز له کبله مړه شوي، چې د انټي بایوټیک درملو پر ضد مقاومت کوي.
په دې هکله د دې تر ټولو پراخې سروې پایلې ښيي چې د مړیني دا شمېر د هغو مړینو پرتله ډېر دی، چې په کلنۍ توګه د ملریا او ایډز له کبله رامنځته کېږي.
رپوټ کې ویل شوي، د دې میکروب ضد مقاومت له کبله د هر چا روغتیا ته زیان رسېږي، خو بیوزله هېوادونه تر نورو ډېر اغېزمن شوي دي.
د رپوټ له مخې وړاندیز شوی، چې د دې مخنیوي لپاره باید ژر تر ژره د نویو درملو پر تولید او د شته هغو پر سم کارولو کار وشي.
په دا وروستیو کلونو کې د عادي رنځونو لپاره د انټي بایوټیک درملو پریمانه کارونه د دې لامل کېږي چې اوس د جدي ناروغیو درملنه کې هم ډېر ګټور نه ثابتېږي.
خلک د داسې عادي ناروغیو له کبله مري چې مخکې یې درملنه شونې وه او اوس دغه میکروبونو د درملنې پر وړاندې مقاومت موندلی دی.
د بریتانیا روغتیايي چارواکو دا وروستیو کې د انټي بایوټیک مقاومت 'اې ایم ار ' په هکله دا وروستیو کې خبرداری ورکړ، چې که انټي بایوټیک درمل په مسوولیت سره و نه کارول شي، له کووېډ وېروس سره سره به دا ''یوه پټه وبا ثابته شي. ''
د اې ایم ار له کبله د مړینې شمېرې د نړۍ په ۲۰۴ هېوادونو کې د څېړونکو یوې نړیوالې ډلې له لوري راټول شوي، چې مشري یې د امریکا واشنګټن پوهنتون ساینسپوهانو کوله او په لانکیټ ژورنال کې خپرې شوې دي.
دوی د ۲۰۱۹ کال اوږدو کې د نژدې پنځه میلیونه مړو شویو کسانو معلومات راټول کړي چې اې ایم ار یې په مړینه کې غیر مستقیم رول درلود او له دې ډلې یو اعشاریه دوه میلیونه کسان په مخامخ ډول له همدې کبله مړه شوي دي.
د همدې کال په هکله ویل کېږي چې د ایډز له کبله ۸۶۰ زره کسان مړه شوي او ملریا بیا ۶۴۰ زره انسانان وژلي دي.