تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسراییل وايي، د ایران هغه شبکه یې ماته کړې، چې ښځې یې د جاسوسۍ لپاره ګومارلې
د اسراییل داخلي امنیت ادارې د دغه هېواد پنځه وګړي د ایران لپاره د جاسوسۍ په تور نیولي دي. په نیول شویو کسانو کې څلور ایران الاصله یهودۍ ښځې دي، چې د چارواکو په وینا ایران کې یوه مېشت یهودي سړي د جاسوسۍ لپاره ګومارلې وې.
ادعا کېږي چې دې ښځو ته د حساسو سیمو تصویرونو اخیستلو، امنیتي تدابیرو معلوماتو راټولولو او له سیاستوالو سره د اړیکو موندلو بدل کې زرګونه ډالر ورکول کېدل.
د نیول شویو ښځو مدافع وکیلان وايي، دې ښځو ته معلومه نه وه، چې د دوی تر شا د ایراني سړي لاس دی.
دوی دغه راز ټینګار کوي، چې د اسراییل امنیت ته د زیان رسولو نیت یې نه درلود.
خو د اسراییل کورني امنیت اداره شین بیټ مسوولین وايي، دا 'یوه جدي ' قضیه ده، چې په اسراییل کې دننه د ایراني جاسوسانو یوې شبکې رامنځته کولو پلان چمتو شوی و او پر نیول شویو ښځو 'سخت تورونه پورې شوي دي. '
ویل کېږي ایراني سړي چې ځان رامبود نامدرا بولي له دې ښځو سره د خواله رسنۍ فېسبوک له لارې اړیکه نیولې وه او وروسته یې تر کلونو پورې د یوې بلې خواله رسنۍ وټس اپ له لارې له دوی سره پیغامونه تبادله کول.
شین بیټ چارواکي وايي:
''سره له دې چې دې ښځو ته د مشکوک سړي په هکله معلومه وه، چې ایرانی استخباراتي کارکوونکی دی، دوی د هغه له لارښوونې سره سم فعالیت کړی، له هغه سره اړیکه کې وې او له هغه یې پیسې ترلاسه کړې دي. ''
دغه استخباراتي اداره وايي، د تل ابیب څنډو یوې ۴۰ کلنې اوسېدونکې ښځې منلې وه، چې په دې ښار کې به د امریکا سفارت (چې هغه مهال په دې ښار کې و) د اسراییل کورنیو او ټولنیزو چارو وزارتونو ودانیو داخلي تصویرونه واخلي.
د ادارې په وینا ایراني استخباراتي کارکوونکي له دې ښځې غوښتي و، چې خپل زوی د لازمي پوځي دندې پر مهال د اسراییل پوځي استخباراتو کې د دندې ترلاسه کولو لپاره وهڅوي.
د بیت شېمیش ښار یوې بلې ۵۷ کلنې ښځې په هکله هم چارواکي وايي، ترې غوښتل شوي وو، چې زوی پوځي استخباراتو کې دندې ته واستوي او خپل پوځي اسناد وروسپاري.
له دې ښځې غوښتل شوي وو، چې د ایراني نژاده اسراییلیانو لپاره یو کلب جوړ کړي، د دوی شخصي معلومات راټول کړي او د اسراییل پارلمان له یوې ښځینه غړې سره ملګرتیا وکړي.
د دې ښځې په هکله ویل کېږي چې کور کې دننه یې یوه مساج خونه کې پټه کمره ځای پر ځای کړې وه، چې د خپلو مشتریانو شرمونکي تصویرونه ترلاسه کړي.
د اسراییل لومړی وزیر نفتالي بېنیت ویلي:
''اسراییل دولت له ایران سره په یوه روان کمپاین کې واقع دی. دا څرګنده ده: موږ د ایراني انقلابي ګارد نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وینو چې د اسراییلي وګړو ګومارلو لپاره یې کوي. دا هڅې د امنیت تر موضوع پورې محدودې نه دي، بلکې دوی د اسراییل پر خلکو د اغېز هڅه کوي، د سیاسي ثبات ګډوډلو هڅې کوي، اختلاف رامنځته کوي او پر حکومت د خلکو باور کمولو هڅې کوي. ''