ډنمارک تر ۲۰۳۰ پورې الوتکو کې د کاربوني تېلو کارول ختموي

ډنمارک حکومت وايي، یو هدف یې ټاکلی چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به په هېواد کې دننه د الوتنو لپاره له کاربن تولیدونکو سونتوکو یا تېلو کاروول ختموي.

د نوي کال په مناسبت خپله وینا کې لومړۍ وزیرې میتي فریډریکسن وویل، غواړي هېواد یې ''پاکې الوتنې '' ولري.

نوموړې وايي، دې هدف ته د رسېدو لپاره تر اوسه عملي اقدامات نه دي پیل شوي.

ډنمارک چارواکي وايي، د ۱۹۹۰ کال کچې پرتله تر ۲۰۳۰ کال پورې د کاربن تولید ۷۰ سلنې کمولو پلان لري.

اغلې فریډریکسن وايي، ''موږ سفر د دې لپاره کوو، چې ژوند وکړو او د همدې لپاره الوتنې کوو. کله چې نور هېوادونه (دې لړ کې) سوکه پرمختګ کوي، ډنمارک باید مخکښ شي. ''

نوموړې وايي، له کاربن د پاکې انرژۍ پر مټ الوتنې اسانه چاره نه ده، خو د هېواد څېړونکي به له شرکتونو سره په شریکه د دې نوښت لپاره کار وکړي.

بل لور د اروپايي شرکت ایربس مسوولینو ویلي، دوی پر یوه داسې پلان کار کوي، چې تر ۲۰۳۵ کال پورې د هایډروجن ګاز پر مټ د الوتکو چلولو تکنالوژۍ ته وده ورکړي.

داسې باور کېږي چې که د سونتوکو په توګه د هایډروجن کارولو تکنالوژۍ وده وکړي، دا ډنمارک لپاره به خپل هدف ته د رسېدو لړ کې مرسته وکړي، خو تر اوسه معلومه نه ده، چې د سونتوکو په توګه د هایډروجن کارولو تکنالوژۍ به تر ۲۰۳۰ پورې چمتو شي او لګښت به یې د ګاللو وړ وي او که نه؟

د ډنمارک تر څنګ سویډن هم تر ۲۰۳۰ پورې په هېواد کې دننه او تر ۲۰۴۵ کال پورې له دې هېواده د نړیوالو الوتنو لپاره د کاربن لرونکو سونتوکو ختمولو اعلان کړی دی.

دې هېواد د سږ کال لومړیو کې د هغو الوتکو لپاره د هوايي ډګر فیس یا لګښت زیاتولو اعلان هم وکړ، چې د هوا زیاتې ککړتیا لامل کېږي.

فرانسه کې بیا پر هغو کورنیو الوتنو د بندیز پلان چمتو کېږي، چې د ریل ګاډي په دوه نیم ساعته سفر کې کېدای شي. که دا بندیز ولګول شي، د پلازمېنې پاریس او نانتیس، لیون او بوردیاوکس ښارونو تر منځ سفر ورسره اغېزمن کېږي.