د فرانسې لومړۍ مېرمن د جنسیت بدلولو جعلي تورونو پر ضد قانوني اقدام کوي

د فرانسې لومړۍ مېرمن بریجیټ مکرون د هغو انټرنېټې ګنګوسو پر ضد قانوني اقدام کوي، چې ګواکې دې جنسیت بدل کړې او نارینه زېږېدلې وه.

د لومړۍ مېرمنې په هکله لومړی د ښي اړخو پر یوه پاڼه دغه ډول جعلې ادعاوې خپرې شوې او وروسته د ګنګوسې خپروونکو لخوا لاس پر لاس شوې.

په دې جعلي خبرونو کې ادعا شوې وه، چې ګواکې مېرمن مکرون د یوه هلک زېږېدلې وه او د جین میکایل تروګنیوکس نوم ورته غوره شوی و.

دا نوم وروسته لسګونه زره ځله په خواله رسنیو کې یاد شو. تازه د مېرمن مکرون مدافع وکیل تایید کړې، چې نوموړې د قانوني اقدام تابیا لري.

د یادونې ده چې مېرمن مکرون له لومړني واده درې اولادونه لري، چې اوس لویان دي.

مدافع وکیل جین اینوچي اې ایف پي خبري اژانس ته وویل: ''هغې پرېکړه کړې، چې قانوني پړاو ته داخله شي او همدا اوس دا چاره روانه ده. ''

د ۶۸ کلنې لومړۍ مېرمنې پر ضد د جعلي ګنګوسو دا لړۍ هغو کسانو پر مخ بیوله، چې د دې له مېړه ولسمشر ایمانویل مکرون سره مخالفت کوي.

دې کې د واکسین ضد ښي اړخي او د کیو اې نون په نامه سازشي تحریک کسان هم شامل وو.

د فرانسې رسنیو معلومه کړې، چې دې ګنګوسو د ښي اړخو یوه خپرونه کې د نتاشا رې نومې یوې ښځې له لیکنې سرچینه اخلي.

د لیبرېشن ورځپاڼې په رپوټ کې ویل شوي، وروسته د دې موضوع په هکله پر خواله رسنۍ یو ټیوب د کوویډ ضد واکسینو یوې مخالفې ډلې او ښي اړخو فعالانو له بحثونو وروسته، چې ډېر لیدونکي لري، دا ګنګوسې نورو هم لاس پر لاس کړې.