د ایران پر اتومي پروګرام له پنځه مياشتني ځنډ وروسته خبرې پيل شوې

د عکس سرچینه، Reuters
د ايران اتومې هوکړې د بيا پلي کولو لپاره د خبرو اترو پړوا د جرمني په ویانا کې د ايران د نوې مذاکره کوونکې ډلې سره پيل شوی دی.
د دغو خبرو مشري د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو مرستيال وزير ايرنيک مورا او د ايران د بهرنيو چارو مرستيال وزير علي باقري د ۴+۱ هېوادونو د استازو په وړاندې کوي.
چارواکي هغې هوکړې ته د امریکا پر بېرته ورستنېدلو خبرې کوي، چې د بندیزونو لېرې کېدو بدل کې پر ایران اتومي پروګرام فعالیتونه محدود کړي.
له هغه وروسته چې ۲۰۱۸ کال کې د امریکا هغه مهال ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران اتومي پروګرام پر سر له هوکړې په شا شو او نوي بندیزونه یې ولګول، ایران هم خپلې کړې ژمنې ماتې کړې.
د امریکا ولسمشر جوبایډن غواړي که ایران په دې موده کې ماتې کړې ژمنې بېرته پوره کړي، متحده ایالات به هوکړې ته ستانه شي.
بل لور لوېدیځوال دیپلوماتانو خبرداری ورکړی، ایران د یورانیمو بډاینې برخه کې ډېر پرمختګ کړی او د خبرو له لارې د موضوع حلولو لپاره وخت په چټکتیا سره له لاسه وځي.

د عکس سرچینه، Reuters
د ایران اتومي پروګرام په هکله اندېښنې څرګندیږي، چې احتمالاً د اتومي بم چمتو کولو لپاره دي، خو ایران په ټینګار سره وايي، چې دغه ټول پروګرام یې سوله ییز دی.
د ایران او پنځو هېوادونو، چین، فرانسه، جرمني، روسیه او بریتانیا تر منځ خبري د روان کال اپریل کې پیل شوې وې، چې امریکا پکې په غیر مستقیم ډول ګډون کړی و.
د نیویارک ټایمز یوه رپوټ کې د لوړ پوړو امریکايي چارواکو له قوله ویل شوي، واک ته د نوي ایراني ولسمشر ابراهیم رئیسي له رسېدو مخکې جون میاشت کې واشنګټن او تهران دې لړ کې 'پراخ توافق ' ته نژدې شوي وو، چې څه ډول ګامونه باید څه وخت واخیستل شي.
که څه هم اګست کې د منځلاري حسن روحاني ځایناستي په توګه له ټاکل کېدو مخکې پر لوېدیځوالو سختې نیوکې کوونکي ابراهیم رئیسي ویلي و، له خبرو به په شا نه شي، خو ایله روانه میاشت یې د ویانا خبرو ته ستنېدل ومنل.
نوموړی ټینګار کوي چې ایراني مرکچیان به دې خبرو کې 'په هیڅ صورت ' د خپل هېواد له کټو تېر نه شي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی له امریکا غواړي چې 'د جرم اعتراف ' د امریکا له لوري پر ایران لګېدلي ټول بندیزونه لېرې کړي او تضمین ورکړي چې راتلونکي کې به هیڅ یو امریکایی ولسمشر له دې هوکړې نه په شا کېږي.
بل لور د ایران لپاره د ولسمشر بایډن ځانګړی استازی رابرټ مالې وايي، امریکا د هغو بندیزونو لېرې کولو په ګډون چې د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ حکومت له لوري لګول شوي وو، ټولو اړینو اقداماتو ته چمتو ده.
خو نوموړي د دې تر څنګ ایران ته خبرداری ورکړی چې د 'خبرو لپاره به دروازې تل پرانیستې نه وي. '









