روسیه؛ د ډبرو سکرو کان پېښه کې د وژل شویو شمېر ۵۲ کسانو ته ورسېد

روسیه کې چارواکي وايي، د کان کېندنې یوه پېښه کې لږ تر لږه ۵۲ کسان وژل شوي دي. دا پېښه تېره یوه لسیزه کې د روسیې کان کېندنې تر ټولو ناوړه پېښه بلل شوې.

پېښه د سایبریا سیمې لیستیویاژنایا نومي ډبرو سکرو کان کې هغه مهال رامنځته شوه، چې د هوا تېرېدو ځای کې اور ولګېد، کان له لوګي ډک شو او ۱۱ کسان ووژل شول.

د شپې ناوخته پېښه هغه مهال لا ناوړه شوه، چې د لسګونو بې درکه کان کېندونکو ژغورنې عملیات ناکام شول او ګڼ شمېر مرستندویان په ساه بندۍ اخته شول.

د بېړنیو مرستو یوې سرچینې په وینا پېښه کې ''هیڅوک ژوندي نه دي پاتې شوي. ''

د پنجشنبې پر ورځ له پلازمېنې مسکو ۳۵۰۰ کیلومتره لېرې کیمیرووف سیمې دې کان کې په چارو بوخت ۲۸۵ کسانو له ډلې ډېری د پېښې له رامنځته کېدو سملاسي وروسته له دې ځایه ووتل.

چارواکي وايي، ۴۹ کسان د پېښې له ځایه روغتون ته لېږدول شوي دي، چې ځینې یې د زهرجن لوګي تنفس کولو له کبله اغېزمن شوي دي.

د چارواکو په وینا د څلورو کسانو روغتیايي وضعیت ښه نه دی.

ګڼ شمېر کسان په لومړي سر کې د پېښې له ځایه ووتل، خو وروسته معلومه شوه چې په کان کې په خورا خطرناکه کچه میتان ګاز جمع شوی او د چاودنې له وېرې یې د مرستې چارې هم وځنډول شوې.

د مرستندویانو یوه ډله نه ده توانېدلې، چې له کانه راووځي، د دریو مرستندویانو مړي هلته وموندل شول، چې د ټولو وژل شویو کسانو رسمي شمېر ورسره ۱۴ ته ورسېد.

د پنجشنبې پر شپه ناوخته یو شمېر سرچینو د روسیې خبري اژانسونو ته وویل، چې تمه نه کېږي، څوک به له دې کانه ژوندي راووځي او دې سره د شپږ مرستندویانو په ګډون د وژل شویو کسانو شمېر له پنځوسو تنو ډېر شو.

د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، دا لومړی ځل نه دی چې دې کان کې داسې پېښه کېږي. د رپوټونو له مخې دې کان کې ۲۰۰۴ کال کې د میتان ګاز یوې چاودنې له کبله ۱۳ کسان وژل شوي وو.

د ۲۰۱۶ کال یوې سروې له مخې د روسیې ډبرو سکرو ۵۸ کانونو له ډلې د ۳۴ سلنه هغو خوندیتوب مناسب نه دی.

د روسیې خبري شبکو رپوټونو له مخې هغه وخت په سروې کې د لیستیویاژنایا کان یادونه نه وه شوې.

د روسیه ولسمشر ولادیمر پوتین دا ''یوه ستره غمیزه '' بللې او په وینا یې دوی به هڅه وکړي ''ټول هغه کسان '' وژغوري چې ''وکولای شي ''