تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا؛ پر خلکو د موټر ورختلو پېښه کې پنځه کسان وژل شوي دي
د امریکا متحدو ایالتونو کې پر یوه لاریون د ګاډي ورختلو له کبله پنځه کسان وژل شوي او له ۴۰ ډېر ټپیان شوي دي. پېښه له ځايي وخت سره سم مازدیګر څلور نیمې بجې نژدې د ویسکونسن ایالت وایو کیشا ښارګوټي کې رامنځته شوې.
پر خواله رسنیو خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کېږي چې یو سور رنګه سپورتي ګاډی له خنډونو تېرېږي او ناڅاپه پر هغو خلکو ورخېژي چې د کرسمس پریډ په نامه یې لاریون کاوه.
د پولیسو ځايي مشر وايي، په ژوبل شویو کسانو کې ماشومان هم شامل دي.
ځايي چارواکي وايي، په دې تړاو یو کس نیول شوی دی او سملاسي داسې نه ښکاري چې دا د ترهګرۍ اړوند پېښه وي.
په امریکا کې د بي بي سي له شریکې رسنۍ سي بي اېس نیوز سره خبرو کې هغو چارواکو چې د پېښې لومړني معلومات لري وویل، په ظاهره داسې ښکاري چې مشکوک کس له دې مخکې پر یوه بل ورته مارش د ګاډي ورختلو له پېښې د تېښتې په حال کې و.
د پولیسو ځايي مشر ډان تهامسن وايي، پولیسو په دې تړاو یو مشکوک سړی نیولی او یو ګاډی یې ضبط کړی دی، خو نوموړي زیات جزیات نه دي ورکړي.
د نوموړي په وینا پولیسو د دې ګاډي درولو لپاره پرې ډزې وکړې.
د اطفایې ځايي مشر سټېون هوارډ رسنیو ته وویل، د دوی کارکوونکو ۱۱ لویان او ۱۲ ماشومان یوه نژدې روغتون ته لېږدولي دي.
پر خواله رسنیو یوه خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي، چې یو ګاډی په خورا چټکۍ له خنډونو تېریږي او د خلکو په ګڼه ګوڼه کې ننوځي.
په یوه بله ویډیو کې بیا دغه ګاډی داسې حال کې لیدل کېږي چې په ظاهره د موسیقۍ غږوونکې ډلې پر لور ورځي.
د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، د پېښې پر مهال ځايي پولیسو د پېښې ځای کې له خلکو وغوښتل چې دکانونو کې پناه واخلي.