تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جي شل هېوادونو غونډه کې له افغانستان سره د ۱.۱۵ میلياردو ډالرو مرستې ژمنه تازه شوه
د ایټالیا ولسمشر سرجیو ماټارېلا د جي شل هېوادونو سرمشریزې په څنډه کې ویلي چې افغانستان کې وضعیت ډېر جدي دی او دوی ته په کار دي چې دغه هېواد کې د بشري ناورین مخه ونیسي.
د جي شل هېوادونو ټولنې د خپلې مخکنۍ ژمنې له مخې له افغانستان سره د یو اعشاریه پنځلس میلیارده ډالرو په ارزښت بشري مرستو په اړه خپله ژمنتیا تازه کړه.
بل لورته د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې لیز ټراس اعلان وکړ چې بریتانیا په راتلونکې ژمي کې له افغانستان سره ۶۵ میلیونه ډالره بشري مرسته کوي. دې ویلي دا مرستې چې خواړه، درمل سرپناه او ګرمې جامې په کې شاملې دي ماشومانو او د جنسیتي تاوتریخوالي قربانیانو په ګډون زیانمنونکو کسانو ته ورکول کېږي.
دا مرسته د بریتانیا د هغو ۳۹۰ میلیونه ډالرو یوه برخه ده چې د ملګرو ملتونو او سره صلیب له خوا به ویشل کېږي.
څو ورځې وړاندې ملګرو ملتونو خبر داری ورکړی وو چې که په نږدې راتلونکې کې پراخې مرستې ونه شي نو ښايي افغانستان له لوی بشري ناورین سره مخامخ شي. د ملګرو ملتونو د وینا له مخې د هغو یو میلیارد ډالرو له جملې چې څو اونۍ وړاندې نړۍ والو له افغانستان سره د مرستې لپاره اعلان کړي وو له دریمې برخې هم کمه یې د دوی په واک کې ورکړل شوې ده.
نړیوالو مشرانو د تجارتي مالیې په اړه تاریخي هوکړه وکړه
د نړۍ د شلو لویو اقتصادي هېوادونو مشرانو په 'جي-شل' سرمشریزه کې هوکړه کړې چې د لویو تجارتي شرکتونو پر ګټه به ۱۵ سلنه مالیه لګوي.
له دې پرېکړې مخکې داسې اندېښنې وې چې نړیوال تجارتي شرکتونه له مالیې د ځان خلاصولو لپاره خپلې اصلي ګټې یا شتمني نه څرګندوي.
د 'جي-شل' هېوادونو ټولو مشرانو د ایټالیا په روم کې خپله ناسته کې پر دې هوکړه لاسلیک کړی.
د تجارتي مالیې په اړه د دې نړیوال تړون وړاندیز د امریکا متحده ایالاتو لخوا شوی و، او تمه کېږي چې له ۲۰۲۳ کال به پلی شي.
د امریکا د مالیې وزیرې جنېټ یلېن ویلي، دا هوکړه د نړیوال اقتصاد لپاره 'حساسه شېبه' ده، او هیله یې ښودلې چې له مالیې د ځان خلاصولو مخنیوي کې به مرسته وکړي.
سره له دې چې د دې هوکړې له مخې به لوی امریکایي شرکتونه تر پخوا ډېره مالیه ورکوي، خو اغلې یلېن پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د دې چارې ګټه به امریکایي سوداګرو او کارکوونکو ته رسېږي.
د مشریزې په اجنډا کې د اقلیمي بدلون او کووېډ-۱۹ وبا موضوعات هم شامل دي.
د دې وبا پیلېدو راهیسې دا لومړی ځل دی چې یاده غونډه په حضوري ډول ترسره کېږي، خو د چین او روسیې ولسمشرانو ورته د ویډیو له لارې وینا وکړه.
ایران ته ښکاره پیغام
د همدې غونډې په څنډو کې د امریکا، بریتانیا، فرانسې او جرمني مشرانو د ایران هستوي پروګرام په اړه هم خبرې کړې دي او دې لړ کې د تهران پر فعالیتونو یې اندېښنه ښودلې ده.
دوی په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، که ایران د هستوي تکنالوژۍ برخه کې خپل فعالیت ته دوام ورکړي نو ګرانه به ويچې د ۲۰۱۵ کال تړون ته بېرته راوګرځي.
یادو مشرانو د ایران پر ولسمشر ابراهیم رئیسي غږ کړی چې خپله تګلاره بدله کړي او د وضعیت ترینګلي کولو مخه دې ونیسي.
د امریکا پخوانی ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې د ایران هستوي پروګرام په تړاو له هغه نړیوال تړون په شا شو چې په ۲۰۱۵ کال کې د تهران او نړیوالې ټولنې ترمنځ شوی و.
نوموړي نیوکه کوله چې یاد تړون د امریکا په تاوان دی او ایران د هستوي تکنالوژۍ له ترلاسه کولو نشي را ګرځولی.
د نوموړي له هغه اعلان وروسته تهران د هستوي تکنالوژۍ برخه کې خپل فعالیتونه لا ډېر کړي.
ایران تل ټینګار کوي چې دا پروګرام یې د سوله ییزو موخو لپاره دی، خو مخالفین یې تور لګوي چې تهران هستوي وسلې ترلاسه کول غواړي.
ټاکل شوې ده چې راتلونکې نومبر میاشت کې د ایران او نړیوالو ټولنې ترمنځ پر دې موضوع درېدلې خبرې بیا پیل شي.