قریشي: افغان طالبانو ډاډ راکړی چې د افغانستان پر خاوره به پاکستاني طالبان او بلوڅ بېلتونپالي نه پرېږدي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پنجشنبه کابل ته له خپل یو ورځني سفر وروسته ویلي، د افغان طالبانو مشرانو ډاډ ورکړی چې د افغانستان پر خاوره به پاکستاني طالبانو او بلوڅ بېلتونپالو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.

نوموړي دا څرګندونې کابل ته له خپل سفر بشپړولو وروسته اسلام اباد کې خبریالانو ته وکړې.

پاکستان له کلونو راهیسې تور لګوي چې پاکستاني طالبان او د بلوڅو بېلتونپالو ځینې مشران افغانستان کې مېشت دي.

اسلام اباد وخت نا وخت د افغانستان پر پخواني حکومت هم تور پورې کاوه چې د دې ډلو ملاتړ کوي.

خو د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پنجشنبه کابل کې له طالب چارواکو سره تر لیدنې وروسته اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، اوس فضا بدله شوې او د افغانستان نویو واکمنانو د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

افغان طالبانو د تېرې اګست میاشتې پر پنځلسمه نېټه پر پلازمېنې کابل ولکه وکړه او سپتمبر میاشت کې یې خپل سرپرست حکومت اعلان کړ.

که څه هم تر دې دمه کوم هېواد د دې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو پاکستان د هغو څو هېوادونو په ډله کې دی چې لا هم کابل کې فعال سفارت لري.

طالبانو له خپلې خوا هم بیا بیا ټینګار کړی چې د دوی په واکمنۍ کې به د افغانستان خاوره د بل هېڅ‌ هېواد پر ضد نه کارېږي.

افغانانو لپاره پاکستان ویزو کې اساني

شاه محمود قریشي خپله خبري ناسته کې ځینې هغه مهمې هوکړې هم یادې کړې چې کابل ته د خپل سفر پر مهال یې له طالب چارواکو سره کړې دي. نوموړي وویل، له دې وروسته به افغان ناروغان وکولی شي چې په تورخم او یا هم چمن کې د پاکستان ویزه ترلاسه کړي.

نوموړي همدا راز وویل، حکومت یې د افغانانو لپاره د 'ګېټ پاس' شرط هم ختم کړی او له دې وروسته یوازې ویزه درلودل کفایت کوي.

ښاغلي قریشي همدا راز زیاته کړه، کابل کې د پاکستان سفارت به له دې وروسته وکولی شي چې افغان سوداګرو ته پنځه کلنې ویزې ورکړي، او په دې ويزو به تر یو ځل ډېر پاکستان ته سفر شونی وي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر همدا راز وویل، طالب مشرانو سره د سیمې په کچه د مهمو اقتصادي او انرژۍ برخې پروژو په اړه هم خبرې کړې دي.

ده زیاته کړه، د تېر افغان حکومت برعکس طالب چارواکو په دې ټولو پروژو کې د بشپړې مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړی دی.