ناروې پولیس وايي، د غشو او لیندۍ برید د ترهګرۍ پېښه ښکاري

د ناروې امنیتي مسوولین وايي، د غشي او لیندۍ هغه برید چې پنځه کسان پکې ووژل شول، د ترهګرۍ پېښه ښکاري.

مشکوک برید ګر ۳۷ کلن اسپین انډرسن براتهین بلل شوی، چې ډنمارکی دی، د چارواکو په وینا دا وروستیو کې مسلمان شوی او ګومان کېږي، سخت دریځۍ ته یې تمایل موندلی.

نوموړی په سویلي ښارګوټي ګونسګبیرګ کې د څلورو ښځو او یوه سړي په وژنه تورن دی.

د پنجشنبې پر ورځ ځايي پولیسو په یوه اعلامیه کې ویلي، ټاکل شوې، چې اسپین به سبا جمعه له ځايي وخت سره سم نهه بجې یوې محکمې ته وړاندې شي.

د پولیسو یوه وکیل ځايي این ار کې راډیويي شبکې ته ویلي، د رواني ناورغیو یو ماهر به د نوموړي معاینه وکړي.

بل لور په یوه خبري غونډه کې د ځايي پولیسو مشر هانس سویري سجوولد وویل، مشکوک تورن کس ''روغتیايي سسټم سره کله داخلېده او کله ترې بهر کېده. ''

بل لور ته د پنجشنبې پر ورځ ګونګسبرګ کې بیرغونه نیم ځوړند وو او د پېښې په ځای کې د قربانیانو درناوي په پار د ګلونو ګېډ‌ۍ کېښودل شوې.

د ځايي پولیسو مشر اولي بریدروف وايي، د وژل شویو کسانو عمرونه د پنځوسو او اویا کلونو تر منځ دي.

دا بريد د پلازمېنې اوسلو سويل لوېديځ کې وشو او دا هم لا نه ده څرگنده شوې چې بريد کوونکي ولې دا کار کړی، خو پوليس چارواکو دومره ويلي چې بريدگر يوازې و.

ځينې قربانيان يوه سوپر مارکېټ کې موندل شوي. په ټپيانو کې يو، پر رخصتۍ تللى يو پوليس افسر و چې اوس يې په روغتون کې درملنه روان ده.

د ناروې تلونکې لومړۍ وزيرې اېرنا سولبېرک دا بريد غندلى او ويلي یې دي، پوليس پلټنې کوي چې دا يو ترهگريز بريد و او که ځنگه.

نوموړې له برید وروسته یوې خبري غونډې ته وویل: "زه پوهېږم چې خلک وېرېدلي. خو باید ټینګار سره ووایم چې پولیسو اوس وضعیت کنترول کړی دی".

بریدګر لومړی برید په یوې مغازې کې پیل کړی او هلته یو ټپي شوی کس پولیس افسر و چې دغه وخت پر دنده نه و، خو مغازه کې یې سودا کوله.

بیا بریدګر له یوه ځایه بل ته تللی نو ځکه پولیسو هم د ښار لویه برخه کلابند کړې وه چې ویې نیسي.

د پولیسو مشر اویفْند آس وایي یو شکمن کس نیول شوی او داسې ښکاري چې په یوازې سر یې عمل کړی.

ځینو پولیس چارواکو ځایي رسنیو ته ویلي، داسې فکر کوي چې بریدګر له غشو او لینده پرته نورې وسلې هم کارولې دي.

د ناروې د عدلیې او امنیت وزیرې مونیکا مېلند په یوې خبرې ناستې کې د پېښې جزیات ورکړل. نوموړې وویل:

" وضعیت جدي دی. ملي سرچینې مو په واک کې دي، پولیس، چورلکې، د بم قطعه او بېړنی پرسونل ژر ور ورسېدل. روغتونونه او د عدلیې او عامه امنیت وزارت د تیارسئ په حالت کې دي. د لنډمهال له پاره په ټول هېواد کې پولیسو ته وسلې ورکړل شوي. ما راتلونکي لومړي وزیر ته وضعیت تشرېح کړی. ما د کونګزبرګ له ښاروال سره هم خبرې کړي چې اړینې سرچینې پولیسو او ښاروالۍ ته برابرې کړي. دا ډېر مهم دی چې پولیس وکړی شي خپله دنده ترسره کړي او دا چې د قربانیانو نژدې کورنۍ غړي خبر کړای شي او خیال یې وساتل شي".