اردوغان: ترکیه د افغان کډوالو له یوې بلې څپې سره نه شي مخامخ کېدای

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د افغانستان په اړه د شلو صنعتي هېوادونو په غونډه کې وویل چې افغانستان کې وضعیت ته په کتو ښايي له افغانستانه کډوالي ډېره شي او هېواد به یې و نه شي کولای چې د افغان کډوالو له یوې بلې څپې سره مخامخ شي.

ښاغلي اردوغان زیاته کړه چې له افغانستانه د کډوالو نوې څپه کولای شي چې پر اروپايي هېوادونو هم اغېز ولري او ټینګار یې وکړ چې شل صنعتي هېوادونه (جي - ۲۰) باید طالبانو ته د ټولشموله حکومت لارښوونه وکړي.

د ترکیې ولسمشر د افغانستان په اړه د شلو صنعتي هېوادونو په غونډه کې دغه راز وویل چې په افغانستان کې د ترهګرۍ خطر اوس هم په خپل حال دی او د اګست په میاشت کې د کابل له هوايي ډګر سره نژدي برید یې بېلګه وبلله.

دا په داسې حال کې ده چې ترکيې پر خپلو پولو امنيتي تدبيرونه زيات کړي او خبرداری يې ورکړی چې نور افغان کډوال او پناه غوښتونکي نه شي منلی.

ترکيه اوس مهال نړۍ کې تر ټولو د ډېر شمېر کډوالو کوربه هېواد دی.

د بي بي سي په یوه رپوټ کې ویل شوي چې ترکي ځواکونه اوس مهال د هغو کسانو پرضد عملیات کوي چې له پولې په پټه تېرېږي او هغوی چې د قاچاقبرانو په خوندي ځایونو کې وي او کېدای شي چې د طالبانو له ویرې تښتېدلي وي.

ویل کېږي چې ډېری افغانان د ترکیې په وان ولایت کې له پولې د اوښتو هڅې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې دغلته له ایران سره پر پوله درې کاله وړاندې د کډوالو د مخنیوي په موخه دېوال جوړ شو او اوس لا غځول شوی دی.

د طالبانو لاس ته د کابل له لوېدو وروسته دې ځای ته اضافي ترکي ځواکونه وراستول شوي دي.

په ترکیه کې د کډوالو او پناه غوښتونکو په هکله بېلا بېل نظرونه شته.

ترکیې وار دمخه درې اعشاریه شپږ میلیونو سوريايي کډوالو ته ځای ورکړی دی.

د وان ولایت والي محمد امین وايي ترکي ځواکونه شپه او ورځ کار کوي چې ترکیې ته د اوښتونکو کډوالو مخه ونیسي.

د نوموړي په وینا په وان ولایت کې ترکیې ته اوښتل ناممکنه دي او هغه خلک چې کډوالۍ ته اړ وي په دې لوري نه ورځي.

دغلته د څار د چارو لګښت اروپايي ټولنې ګالي ځکه نه غواړي چې د کډوالو نوې څپه یې تر دروازو ورسېږي.

سره له دې چې دغه سفر له خطرونو ډک دی خو بیا هم یو شمېر افغانان هڅه کوي چې په همدې خطرناکه لار ترکیې ته ځانونه ورسوي.

په همدې حال کې د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي له افغان کډوالو غوښتنه کړې چې د ایران پولې ته دې نه ورځي.

نوموړي ویلي: ''هغه افغان کډوال چې په طبیعي ډول ایران ته ورځي دوی یې هرکلی کوي خو له دوی نه مو هیله دا ده چې د ایران پولې ته دې مراجعه نه کوي ځکه چې په ایران کې د کډوالو د منلو امکانات کم دي. ''

د ایران د کورنیو چارو وزیر دغه څرګندونې وروسته له هغه کوي چې په ځینو ویډیوګانو کې ولېدل شول چې په لسګونه زره افغانان په نیمروز ولایت کې د ایران خاورې ته د اوښتو په انتظار دي.

ښاغلي وحیدي ویلي هغه افغانان چې د ایران له پولې واوړي بېرته به د امنیتي ځواکونو له خوا افغانستان ته ولېږدول شي او په وینا یې یو شمېر افغان کډوال چې د ایران خاورې ته په اوښتو کې بریالي شوي وو بېرته افغانستان ته استول شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ایران ته د افغان کډوالو ورتګ ډېر شوي او یو شمېر افغانان هڅه کوي چې د ایران له لارې ځانونه ترکیې او بیا اورپايي هېوادونو ته ورسوي.