تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
تایوان: چین سره پوځي ترینګلتیا څلورو لسیزو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې
د تایوان دفاع وزیر ویلي، له چین سره یې د هېواد پوځي ترینګلتیا په تېرو څلورو لسیزو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.
چیو کوچېنګ همدا راز خبرداری ورکړی چې د ۲۰۲۵ کاله به چین دا وړتیا ترلاسه کړي وي چې پر تایوان بشپړه ولکه وکړي.
نوموړی دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې چین په تېرو څلورو ورځو کې رېکارډ شمېر جنګي جېټ الوتکې د تایوان هوایي حریم ته استولې دي.
تایوان ځان له چین خپلواک هېواد بولي، خو بیجنګ په دې باور دی چې تایوان یې یوه جلا شوې صوبه یا ایالت دی.
چین ویلي، که اړتیا پېښه شوه نو د له چین سره د تایوان بیا یو ځای کولو لپاره پوځي ځواک هم کارولی شي.
ښاغلي کیوچېنګ ویلي: "چین اوس دا وړتیا لري. خو دا پرېکړه به په اسانۍ نه کوي او ګڼو نورو مسایلو ته به پام کوي".
نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کړي چې د تایوان یوه پارلماني کومېټه د مزایلو او جنګي بېړیو د جوړولو لپاره د څو میلیارده ډالرو پر پوځي بودیجي غور کوي.
بایډن: چین د تایوان په اړه هوکړې ته ژمن دی
د تایوان ګڼو لویدیځو متحدینو په دې وروستیو کې د چین پر ښکاره پوځي مانورونو اندېښنه څرګنده کړې ده.
خو د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، چینایي سیال شي جنپنګ ورسره منلې چې 'د تایوان هوکړې' ته به ژمن پاتې کېږي.
د دې هوکړې له مخې واشنګټن د تایوان پر ځای تل چین په رسمیت پېژندلی. خو د همدې هوکړې پر بنسټ امریکا اجازه لري چې تایوان سره نږدې خو غیر رسمي اړیکې وساتي.
امریکا د یو بل تړون له مخې پر تایوان وسلې هم خرڅوي او استدلال کوي چې واشنګټن باید تایوان سره مرسته وکړي چې خپله دفاع وکړي.
یاده دې وي چې کومنست ګوند په ۱۹۴۹ کال کې په چین کې واکمن شو، او پر هماغه کال تایوان له چین جلا شو.
شنونکي وایي، چین اندېښنه لري چې د تایوان حکومت به رسماً د خپلواکې اعلان وکړی او نه غواړي چې ولسمشر ځای اېنګ دا دول کوم ګام پورته کړي.