فومیو کېشیدا د جاپان نوي لومړي وزیر په حیث لوړه وکړه

فومیو کېشیدا د جاپان د نوي لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه. نوموړی د یوشهیدي سوګا پر ځای لومړی وزیر ټاکل شوی، چې یوازې یو کال یې دنده وکړه.

تېره اونۍ ۶۴ کلن کېشیدا د جاپان واکمن لیبرال دیموکراتیک ګوند د مشرتابه لپاره ټاکنو کې بریالی اعلان شو.

شنونکي وايي، نوموړی به د شمالي کوریا له لوري د ګواښونو او له کورونا وبا وروسته د بیا رغاونې په څېر مسایلو سره لاس او ګرېوان وي.

د توکیو اولمپیک سیالیو ناکام مدیریت له کبله د نوموړي ګوند پلویانو شمېر هم کم شوی او د شنونکو په باور بېرته د پلویانو شمېر ډېرولو په څېر مسایل به هم د ښاغلي کیشیدا لپاره یوه ننګونه وي.

د کووویډ - ۱۹ ناروغانو شمېر ډېرېدو له کبله د لوړې مراسمو پر سر هم جاپان کې ډېرې ناندرۍ رامنځته شوې، خو له دې سره هم دغه مراسم تر سره شول.

په نظر پوښتنو کې د پلویانو شمېر له پاموړ کموالي وروسته مخکینی لومړی وزیر یوشهیدي سوګا دنده پرېښوده.

ښاغلی کېشیدا به اوس تر هغو ټولټاکنو پورې د واکمن ګوند مشري هم کوي، چې باید تر نومبر پورې تر سره شي.

د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، ښايي ښاغلی کېشیدا د ټاکنو لپاره د اکتوبر ۳۱ نېټه اعلان کړي.

نن به د ښاغلي کېشیدا د نوې کابینې غړو نومونه هم اعلان شي.

ښاغلي کېشیداخبریالانو ته په دې هکله وویل:

''زه فکر کوم دا په سمه مانا یوه نوې پیلامه ده. زه غواړم له پیاوړي هوډ سره د ننګونو پر وړاندې ودرېږم. ''

د بي بي سي خبریاله ماریکو اوې په خپل رپوټ کې وايي، ښاغلي کېشیدا ته د یوه معتدل - لیبرال سیاستوال په نظر کتل کېږي، چې د شنونکو په اند واکمن محافظه کار ګوند به سوکه - سوکه کیڼ اړخ ته کړي.

د بي بي سي خبریاله زیاتوي، ځینې بیا ده ته د ډېر ارام او غیر جذاب شخص په نظر ګوري چې له ډېره وخته فکر کېده بالاخره به د ګوند مشرتوب واګې ترلاسه کړي.