تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایکواډور زندان کې سخته نښته؛ ۱۱۶ کسان وژل شوي
د اکواډور ساحلي ښار ګوایاکولي زندان ته له هغه وروسته د امنیت ټینګښت لپاره څلور سوه پولیس سرتېري استول شوي چې د زندانيانو ډلو تر منځ اخ و ډب کې ۱۱۶ کسان ووژل شول.
د مجرمانو غدیو تر منځ لومړی ځل دغه زندان کې د سې شنبې پر ورځ اخ و ډب رامنځته شو، خو د چهارشنبې پر ورځ چارواکو وویل، زندان یې تر کنټرول لاندې دی.
د پنجشنبې پر ورځ بیا زندان ته نژدې اوسېدونکو وویل، د چاودنو او ډزو غږونه یې واوریدل.
له دې لږ وروسته ځايي چارواکو وویل، د زندان نظم عادي کولو لپاره ۴۰۰ پولیس سرتېري دغه زندان ته استوي. د ځايي پولیسو پر ټویټر پاڼه یوه ویډیويي کلیپ کې پولیس لیدل کېږي، چې بېرته زندان ته ستنېږي.
د سې شنبې پر ورځ د یاد زندان یوه برخه کې ساتل شویو بندیانو بلې برخې ته د یوه دېوال سوري له لارې د ننوتو هڅه وکړه، چې بلې ډلې پرې برید وکړ او تاوتریخوالی پیل شو.
د ایکواډور زندانونو مشر بولیوار ګارزون وايي، پولیس د سې شنبې پر ورځ له ځايي وخت سره سم دوې بجې زندان ته ننوتل او ۲۴ مړي یې وموندل.
د نوموړي په خبره د سې شنبې او چهارشنبې تر منځ شپه تازه نښتې شوې او کله چې پولیسو د زندان ټولې برخې ولټولې، نور مړي یې هم وموندل چې ټولټال شمېر ورسره ۱۱۶ کسانو ته ورسېد.
د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، کېدای شي، د دې سخت تاوتریخوالي امر له بهره ورکړل شوی وي، چې په ایکواډور کې د مکسیکو اړوند مخدره موادو قاچاقي ډلو تر منځ د واک او ځواک پر سر جګړه څرګندوي.
په دغه زندان کې د لوس چونیروز په نامه د ایکواډور قاچاقي ډلې کسان هم بندیان دي، چې ویل کېږي د مکسیکو له ځواکمنې سینالوا نومې ډلې سره اړیکي لري، چې سیمه کې د مخدره موادو کاروبار کوي.