بي بي سي: د بریتانیا دفاع وزارت یو ځل بیا د افغان ژباړنو محرم مالومات افشا کړي

د عکس سرچینه، Reuters
بي بي سي د بریتانیا دفاع وزارت له لوري د افغانانوشخصي معلوماتو افشا کېدو یوه بله پېښه کشف کړې، چې کېدای شي له کبله یې د دې کسانو امنیت او خوندیتوب له جدي خطر سره مخامخ شي.
د روانې میاشتې لومړیو کې د داسې لسګونه هغو افغانانو، نومونه شخصي معلومات او د اړیکو مشخصات په یوه برېښنا لیک کې په تېروتنه یو ځای شوي، چې له بریتانوي ځواکونو سره یې همکاري درلوده او دا معلومات ټولو لیدای شوای.
دا دغه ډول دویمه تېروتنه ده، چې له کبله یې د ګڼ شمېر کسانو سري شخصي معلومات افشا کېږي. په دویم ځلي تېروتنه کې د ۵۵ کسانو نومونه او برېښنالیکونه افشا شوي دي.
د بریتانیا دفاع وزارت د دې پېښې له کبله بښنه غوښتې او په وینا یې هغو کسانو امنیت لپاره به اضافي اقدامات وکړي، چې شخصي معلومات یې افشا شوي دي.
هغو کسانو ته چې دا برېښنالیک ورته استول شوی او لږ تر لږه یو کس یې د افغان پوځ اړوند و، په برېښنالیک کې ویل شوي: "د افغان همکارانو ځای پر ځای کوونکې ډله نه ده توانېدلې، له دوی سره اړیکه ټینګه کړي او له دوی غوښتل شوي چې د اړیکو جزیات ورکړي".
بل لور د دفاع وزارت ویاند وايي، دوی د دې تېروتنو په هکله چې د افغان همکارانو د ځای پر ځای کوونکي ټیم له لوري رامنځته شوې، خبر دي.
د ده په وینا: "دې لړ کې د پلټنو امر شوی او اوسمهال داسې اقدامات شوي، چې راتلونکي کې دا ډول پېښې بیا رامنځته نه شي".
د بریتانیا دفاع وزارت د افغان همکارانو شخصي معلومات له هغه یوه ورځ وروسته افشا کېږي، چې د دې هېواد دفاع وزیر د تېر ځل ورته افشا شویو معلوماتو له کبله بخښنه وغوښته.

د عکس سرچینه، PA
ډېری هغه کسان چې شخصي معلومات یې دې برېښنالیکونو کې افشا شوي دي، د طالبانو غچ اخیستنې له ډاره پټ شوي دي.
په دې برېښنالیکونو کې چې د ډېرو کسانو لپاره د لیدو وړ دي، د دې کسانو د برېښنالیکونو تر څنګ پروفایل تصویرونه هم لیدل شوي دي.
بل لور ښاغلی والس وايي، د دې پېښې پلټنه شوې او له همدې کبله د دفاع وزارت کې د یوه کس دنده ځنډول شوې ده.
دغه برېښنالیک د هغې ډلې له لوري استول شوی و، چې د بریتانوي ځواکونو د افغان همکارانو له هېواده ایستلو او ځای پر ځای کولو مسوولیت ورسپارل شوی و. دغه ډله له تېرې میاشتې راهیسې د امریکايي ځواکونو بشپړې وتنې تر مهاله له طالبانو سره هم اړیکه کې وه.
بل لور دفاعي سرچینې وايي، دفاع وزیر بین والس د خپل هېواد پارلمان ته د وینا پر مهال د معلوماتو افشا کېدو دویمې پېښې په هکله معلومات نه درلودل.
د محافظه کار ګوند غړی جاني مرسر چې افغانستان کې یې خدمت کړی وايي، اندېښمن دی چې داسې نورې پېښې هم شته، چې وروسته به برالا شي.
په برېښنالیکونو کې له دې کسانو غوښتل شوي چې باید له اوسني مېشت ځایه بل لور ته لاړ نه شي او ځان کورنۍ غړي له خطر سره مخامخ نه کړي.
په لومړي سر کې د بریتانوي پوځیانو افغان همکاران متوجه شول، چې په برېښنالیک کې د نژدې ۲۵۰ نورو کسانو نومونه او برېښنالیک ادرسونه هم ضمیمه شوي دي او هغو کسانو چې برېښنالیک ورته استول شوی، د ځینو نورو تصویرونه هم لیدلای شوای.
دې کسانو له بي بي سي سره خبرو کې ویلي، دا تېروتنه (د سر په بیه) ورته تمامېدای شي. بل لور یو شمېر هغو کسانو چې د نورو د نومونو او ادرسونو ته یې پام نه دی اوښتی، د برېښنالیک ځواب ورکړی، د خپل موقعیت په هکله یې معلومات ورکړي او اوس داسې وېره ده، چې د دوی موقعیت او پېژندګلوۍ لپاره ښايي دا برېښنالیک وکاروول شي.
د افغان ژباړنو او د بریتانوي پوځ د افغان همکارانو ځای پر ځای کوونکي ټیم اوس دې کسانو ته لارښوونه کړې، چې هر څومره ژر کېدای شي، خپل برېښنالیک ادرسونه باید بدل کړي.









