بایډڼ: طالبان باید نړیوالو بشري حقونو ته درناوی وکړي؛ افغانې ښځې او نجونې باید ټول حقونه ولري

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، له طالبانو تمه لري چې د بشري حقونو په تړاو نړیوالو اصولو او قوانینو ته درناوی وکړي، او نړۍ به دې برخه کې له طالبانو سره حساب کوي.
نوموړي سه شنبه د ملګرو ملتونو کلنۍ عمومي سرمشرې ته وویل، امریکا غواړي چې افغانې ښځې او نجونې دې له ټولو حقونو برخمنې وي.
ولسمشر بایډن د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته خپله لومړۍ وینا کې ټینګار وکړ چې افغانې ښځې او نجونې باید اجازه ولري چې سیاسي، ټولنیزو او نورو چارو کې خپله بشپړه وړتیا وښیي.
هغه زیاته کړه، په تېرو دوه لسیزو کې لومړی ځل دی چې امریکا د نړۍ هېڅ برخه کې په جګړه کې نه ده ښکېله.
د ملګرو ملتونو ۷۶مې عمومي اسمبلۍ ته خپله وینا کې د امریکا ولسمشر وویل، راتلونکې لسیزه د ټولې نړۍ لپاره مهمه او برخلیک ټاکونکي ده.
د هغه په وینا، امریکا به په راتلونکو کلونو کې هڅه کوي چې له نړیوالې ټولنې او نړیوالو ادارو سره خپلې اړیکې ورغوي او د جګړې پر ځای پر نورو مهمو چارو پانګونه وکړي.
د امریکا ولسمشر وویل، افغانستان کې یې شل کلنه جګړه ختمه کړې، خو د دیپلوماسۍ یو نوی بهیر یې پیل کړی او په دې توګه د نړۍ بېلابېلو برخو کې د اړمنو کسانو مرسته کوي.
دویمه سړه جګړه نه غواړو

د عکس سرچینه، Getty Images
د ولسمشر جو بایډن د وینا ډېرې برخې پر دې راڅرخېدلې چې څه ډول امریکا خپل بهرنی سیاست بدل کړی او نړیوالو موضوعاتو ته په بله سترګه ګوري.
د بېلګې توګه نوموړي وویل، امریکا باید هڅه ونکړي چې د نړۍ هره ستونزه د پوځي ځواک په مټ حل کړي.
د هغه په وینا، امریکا به خپلو حقونو دفاع کوي، خو دویمه سړه جګړه نه غواړي او د پوځي ځواک کارول باید وروستۍ وسیله وي.
ښاغلي بایډن همدا راز د اقلیمی بدلون په تړاو د پاریس قرارداد سره د امریکا بیا شاملېدو یادونه وکړه، او زیاته یې کړه چې هېواد به یې راتلونکي کې د روغتیا نړیوال سازمان سره هم مرسته ډېروي.












