جو بايډن: تر ټاکلي ضرب الاجل پورې له افغانستانه د پوځیانو ایستل ګران دي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن وايي، د روان کال مې میاشتې د لومړۍ نېټې تر ضرب الاجل پورې به له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو ایستل 'خورا سخت ' وي.
له اې بي سي خبري شبکې سره مرکه کې ښاغلي بایډن وویل، 'ښايي داسې وشي، خو ګرانه ده. '
د مخکیني ولسمشر ډونلډ ټرمپ له حکومت سره د ۲۰۲۰ کال په لومړیو کې د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې هوکړې له مخې باید امریکايي ځواکونه له یوې نیمې میاشتې په لږ موده کې له افغانستانه ووځي.
د دې هوکړې ټول جزیات تر اوسه نه دي برالا شوي، خو ویل کېږي له مخې یې طالبانو هم هوکړه کړې چې پر دې ځواکونو به برید نه کوي او د القاعده په ګډون به له ترهګرو ډلو سره اړیکي نه ساتي.
د امریکا ولسمشر په ضمني توګه له افغانستانه د امریکايي پوځونو وتلو کې د ځنډ خبره داسې مهال کوي، چې ټاکل شوې، سبا (پنجشنبه) په روسیه کې د افغان دولت، طالبانو ، امریکا، چین، پاکستان او روسیې استازو په ګډون یوه غونډه پیل شي.
تمه کېږي چې په دې غونډه کې به د افغان سولې بهیر د چټکتیا لپاره پر لارو، چارو بحث وشي.
ښاغلي بایډن په وروستۍ مرکه کې وویل:
'' په دې اړه لګیا یو پرېکړه کوو چې افغانستان کې پاتې پوځیان باید څه وخت له دې هېواده وباسو ''.

د دوحې هوکړې ته په اشارې سره ښاغلی بایډن وايي، چې له طالبانو سره د ټرمپ هوکړه پر 'خورا مستحکمو خبرو ' نه ده ولاړه.
د ټرمپ حکومت له پای ته رسېدو وروسته د نوموړي ځایناستي جو بایډن د افغان سولې لپاره د هغه استازی زلمی خلیلزاد له دندې ګوښه نه کړ.
افغانستان ته په خپل وروستي سفر کې ښاغلي خلیلزاد د افغان بحران د حل لپاره د امریکا وروستۍ طرح له افغان حکومت سره شریکه کړه.
افغان حکومت تر اوسه په رسمي توګه د دې طرحې هرکلی نه دی کړی او د افغان ولسمشر لومړي مرستیال مخالفت ورسره څرګند کړی دی.
له هغه وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته د امریکا بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلېنکن یو لیک هم رسنیو کې افشا شو، چې په جدي لهجه د افغانستان د وضعیت په هکله خبرداری ورکوي او د سولې بهیر پر چټکتیا ټینګار پکې شوی.
بل لور ته وسله والو طالبانو هم خبرداری ورکړی چې که امریکايي ځواکونه له هوکړې سره سم او تر ټاکلي ضرب الاجل پورې له افغانستانه بهر نه شي، پر دې ځواکونو به له سره بریدونه پیل کړي.








